دهزاره ګانو  په وژنه کې دچا لاس و ؟

سراج الاسلام “وفامن”

په رسنيو کې ځينې کسان ، ياهزاره وروڼه دځينو هزارګانو وژڼه پر پښتانو اړوي او حال دا دی؛ دا هزاره د ازبکستان داسلامي تحريک غړو لخوا وژل شوي ، چې ازبکي داعش ورته ويل کېږي. اوداسې راپورونه هم خپاره شول ، چې داسلامي امارت چارواکو هغه ازبکي قتل کوونکي ووژل ، خو اسلامي امارت په رسمي توګه په دې اړه خپل دريځ نه دی څرګند کړی . دا خبره دومره لويه او ستره هم ده، چې بې ګناه افغان هزاره وروڼه وژل کېږي ، دا د خپګان خبره ده او غندل يې دهر افغان او انسان لازمي دنده ده .

اوس هزاره افغانانو ته په کار دي ، چې له صبر او تحمل څخه کار واخلي او دځينو استخباراتي کړيو پرلمسون د دې وژنو ګوته يوازې پښتانو ته ونه نيسي . دا د افغانانو او افغاني قومونو ترمنځ دکرکې د تخم شېندلو معنا لري . او ځينې کړۍ په دې بوختې دي، چې افغانان په خپلو کې ، پرقومي ، مذهبي بڼه وجنګوي او ټول افغانان بايد دې خبرې ته پاملرنه وکړي.

افغانان دتاريخ په اوږدو کې تل خپل ملي او اسلامي يوالی خوندي ساتلی دی . په تېرو جګړو کې هم ګاونډيو هېوادونو هڅه وکړه ټول افغانان قومونه په خپلو کې په جګړ و اخته کړي، خو داسې ونه شول. خو اوس امريکا او ايران په ګډه دا هڅه کوي. افغانان لومړۍ دشيعه او سني ، او بيا دپښتون، هزاره او ازبک پر نومونو وويشي . دا دامريکا ستره دسيسه ده، چې پښتانه او نور قومونه سره بېل کړي او واک پرې وچلوي ، له سېمې څخه دتل لپاره ونه وځي. که ټول افغانان په خپلو کې يو موټی وي، نو بيا به په سېمه کې دامريکا دشتون جواز نه پاتې کېږي. او بله داچې ايران ځينو افغانانو ته دنده سپارلې ، چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ دتربګنۍ اورته پوکی ووهي ، خو دا ارمان به يې پوره نه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close