دهنه غوري ولسوالۍ کې د پوليسو په لسګونو افسران او سرتیري ورک شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۸) زرغون خوږیاڼی

په بغلان ولایت کې د دهنه غوري ولسوالۍ له لسو زیات پولیس افسران او عسکر له خپلو نظامي تجهیزاتو سره ورک او نادرکه شوي دي.

د بغلان ولایت چارواکو ویلي، چې ددغه ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ اړوند د ولسوالۍ جنايي مدیر، په لسګونو قومندانان او پولیس عکسر له ولسوالۍ نادرکه شوي او په کوم نامعلوم لوري تښتیدلي دي.

د بغلان ولایت د پولیسو مشر ګلبهار وايي، چې د دهنه غوري ولسوالۍ چارواکي او عسکر د نظامي وسائلو د نادرکه کیدو له امله باقي شوي وو، چې شاید د تیښتې دلیل یې همدا وي.

ګلبهار زیاتوي چې تر اوسه نه ده معلومه چې د ولسوالۍ یاد افراد کوم لوري ته تللي دي، خو دده په وینا ویل کیږي چې د یادې ولسوالۍ افراد او قومندانان د کیان درې سیمې ته تللي وي.

ګلبهار تائيدوي چې په نادرکه شویو افرادو کې د دهنه غوري ولسوالۍ جنایي مدیر، په لسګونوقومندانان او عسکر شامل دي.

دوی د عسکرو کره شمیره نه ده په ډاګه کړې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په بغلان ولایت کې تیره ورځ طالبانو ویلي وو، چې د مرکزي بغلان په فاریکي سیمه کې یې د وسلو او نظامي مهاماتو ډیپو کشف کړې چې په کې د نورو نظامي وسائلو تر څنګ د «BM1» ۲۰۰ مرمۍ شاملې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close