دوستم د ارګ غوښتنه رد او پر لاریونونو یې ټینګار کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۰)

راپورونه وایي، چې ترکیې ته د سرور دانش سفر یوځل بیا هم د کومې مثبتې نتیجې له ترلاسه کولو پرته پای ته رسیدلی او دانش نه دی توانيدلی چې دوستم د ارګ په پيغام قانع کړي.

له ارګ څخه یوې سرچینې د نوم نه ښوودلو رسنیو ته ویلي؛ ارګ ، سروردانش د دې په موخه ترکیې ته لیږلی و، چې دوستم وهڅوي څو په یوه ځانګړي پیغام کې د شمال له قهرجنو لاریونوالو وغواړي چې خپلو تظاهراتو ته د پای ټکی کیږدي.
دانش، دوستم ته ژمنه ورکړې چې که د لاریونونو مخه ونیسي نوموړی به په ځانګړو مراسمو او فوق العاده تشریفاتو هیواد ته راستون کړي.
سرچینه زیاتوي؛ جنرال دوستم د ارګ د استازي غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د حکومت تشریفاتي مراسمو ته هیڅ راز اړتیا نه لري.
دوستم ویلي؛ خپله پوهیږي چې څه وخت او څنګه هیواد ته ستون شي او دا چې د لاریونونو درول یې هم د قیصاري تر خوشې کولو او د لاریونوالو د غوښتنو تر منل کیدو پورې تړلي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د عطانور په نشرۍ د ژغورنې ټلوالې ګواښ وکړ چې که حکومت د دوستم په را ستنولو کې نور هم ځنډ وکړي، دوی به خپله نوموړی هیواد ته راولي او په دې برخه کې به د هیڅ قوت مخالفتونو ته توجه ونه کړي.

په ورته وخت کې لاریونوالو په شمال کې د اقنیې بندر، د حیرتان بند او د سالنګ لویه لار تړلې او ګواښ یې کړی چې د قیصاري تر خوشې کیدو او خپلو غوښتنو تر منل کیدو به ورته اعتراضونه روان او ښایي نور هم پراخ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close