دوستم له اشرف غني سره د لیدنې غوښتنه رد کړې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۱) زرغون خوږیاڼی

لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له ولسمشر اشرف غني سره له لیدلو کتنو ډډه کړې ده.

څو ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان له سفر وروسته بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت والي عطامحمد نور او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړل.

جنرال دوستم ته نږدې سرچینو ویلي، چې اشرف غني له رشید دوستم څخه د مخامخ لیدنې غوښتنه وکړه؛ خو دوستم یې غوښتنه د ځینو اختلافاتو له امله ونه منله.

د دوستم ویاند بشیرته ینج ويلي، چې د ملي یوالي حکومت د دوستم غوښتنې له پامه غورځولې دي او ولسمشر د لومړي مرستیال غوښتنو ته چندان ارزښت نه ورکوي.

دده په وینا، جنرال دوستم به تر هغو کابل ته لاړ نه شي او نه به د اشرف غني سره د لیدلو اراده وکړي، تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي.

نږدې یوه میاشت وړاندې د اشرف غني او رشید دوستم تر منځ د ژور اختلافاتو راښکاره کیدلو وروسته دوستم شمال ته ولاړو او له هغه ځایه یې ازبکستان ته سفر وکړ، چې له سفر څخه تر راستیندو وروسته په بلخ ولایت کې میشت دی او نه غواړي چې له ګډ حکومت سره ګډ کار ته ادامه ورکړي.

دوستم په فاریاب او کندز ولایتونو کې له وسله والو طالبانو سره تر درندو جګړو وروسته مرور جوزجان ته ولاړ، نوموړي ویلي وو، چې امنیتي مسوولینو پر وخت مرسته نه ورسره کوله او نه یې ځايي چارواکو، پولیسو او اردو ځواکونو امر ته ارزښت ورکاوه، نه ورته اکمال په وخت رسیده.

دوستم خبریالانو ته ولسمشر اشرف غني په قوم پالنې او ډاکټر عبدالله په ناتوانۍ تورن کړي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close