دوستم د تیارسۍ په حالت کې کابل ته راغلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د ولسمشر لومړی مرستیال رشید دوستم له سلګونو وسله والو سره د تیارسۍ په حالت کې کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د ایشچي په قضیه کې د لومړي مرستیال رشید دوستم د نیولوجلب امر  کړی و؛ خو د دوستم دفتر ویلي وو، چې د امکتوب غیر قانوني دی. د دوستم د فتر ویاند فرهمند ویلي وو: «موږ دا مکتوب غیرقانوني بولو او مستردوو یې، که دې مسئلې ته زیاته لمن ووهل شي، له عواقبو یې په اندېښنه کې یو.»

اوس ویل کیږي چې دوستم له سلګونو وسله والو او زغره والو ټانګونو سره ګرځي او داسې هم ویل کیږي چې په شبرغان کې یې د کور شاوخوا ته زرهي ټانګونه درولي و، تر ډیرو لرو پرتو سیمو یې وسله وال ځای پر ځای کړي و او آن داسې ګنګوسې شوي چې د ځینو هېوادونو له استازو سره یې لیدلي او ګواښ یې کړی چې که افغان حکومت یې د نېولو هڅه وکړي جګړه به کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په یوه ویډیو کې ویلي وو، زه یو معمولي او عادي شخص نه یم، چې خلک په ما تهمتونه لګوي.

په دې وروستیو کې د د وستم د دفتر ویاند فرهمند په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې ، که موږ نه یوو تاسو به هم نه یاست، دا مبالغه نه ده، بلکې حقیقت دی چې باید امریکا او لوېدیځ هېوادونه او غلام ارګوال یې ومني .

په دې وروستیو کې داسې ګنګوسي هم کیدلې چې، که د دوستم دنده وځنډول شي، عطا نور به د هغه ځای ناستی اعلان شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close