دوستم: زه یو عادي او معمولي شخص نه یم

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۴) زرغون خوږیاڼی

د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په یوه ویډیو کې ویلي، زه یو معمولي او عادي شخص نه یم، چې خلک په ما تهمتونه لګوي.

دا وینا دوستم وروسته له هغه کړې، چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ د ایشچي په قضیه کې د لومړي مرستیال رشید دوستم د جلبولو امر کړی و، خو د دوستم د دفتر ویاند فرهمند ویلي وو، دا مکتوب چې د دوستم د حاضرولو او د ایشچي ادعاو ته د ځواب ویلو په موخه ور استول شوی، غیر قانوني دی او ردوو یې.

دوستم په خپله خپره شوې وینا کې وايي، چې دا قضیه یو تهمت توطیه ده، «د افغانستان شریف ملت ته وایم چې زه یو عادي او معمولي شخص نه یم.»

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني ویلي وو، چې هیڅوک تر قانون لوړ نه دی اګرګه زه او یا یو بل لوړپوړی چارواکی شي، خو د دوستم او ایشچي په قضیه کې اشرف غني د ډانګ او پړانګ تر منځ ګیر شوی او د لویې څارنوالۍ له لارې یې هم ونه شوه کولی چې لږ تر لږه یاغي او جګړه مار دوستم مهار او ځواب ویلو ته راوغواړي.

 دوسم د خپرې شوې ویډیو په پای کې ویلي، چې زه په جوزجان او فاریاب کې ډير خلک لرم.

پداسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د جوزجان ولایت د ترک ټبر د سرتاسري شورا غړي چې د ولسشمر او په کابل کې د نړيوالې ټولنې له استازو د لیدلو او احمد ایشچي ته د عدالت غوښتلو په موخه کابل ته راغلي ول وايي، چې رشید دوستم په جوزجان ولایت کې د شخصي زندان په جوړولو سره له ډيرې مودې راهیسې ملکي او بې ګناه افغانان نیسي او د «حویلې پنجصد» په نوم په دغه شخصي زندان کې یې ساتي او شکنجه کوي یې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close