دوستم له ارګ سره دجوړجاړي په موخه د لویې جرګې راغوښتل او داشرف غني استعفا شرط بللي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۴ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د ارګ له خوا ترکیې ته د دوستم د راخپلولو په موخه د استول شوي څو کسیز پلاوي خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې او ددوستم له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس د خبر تر مخه؛ د ارګ په استازولي ورغلي پلاوي دوستم ته وړاندیز کړی چې ټولې غوښتنې به یې پرځای شي او ټول سلب شوي حقوق به یې بیرته ورکړل شي پدې شرط چې نوموړی د بلخ له والي سره د شوي ایتلاف څخه لاس واخلي.
همداراز د ارګ استازو دوستم ته د یو لړ امتیازاتو او واکونو ورکولو وړاندیز هم کړی دی.
د «کوکچه پرس» خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې جنرال دوستم له کابل څخه ورغلي پلاوي ته توند ځواب ورکړی او په یولړ ځینو شرایطو یې کابل ته د ورتګ زړه ښه کړی دی.
دوستم ویلي چې، غني نه شي کولی د دوی شوی ایتلاف د له منځه یوسي .
نوموړي غوښتي چې ارګ دې د واکونو انحصار نه کوي او ټولو قومونو ته دې برابر حقوق ورکړي.
نوموړي د روان بحران لپاره دوه حل لارې په ګوته کړې چې د غني استعفا او د لویې جرګې راغوښتل دي.
شاوخوا ۸ میاشتې کیږي چې دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ایشجي له خوا په جنسي ځورونې تورن او له هیواد څخه تبعید ته اړ شو.
نوموړي دوه ځله هڅې کړې ترڅو هیواد ته راشي خو دواړه ځله یې د نړیوالو ځواکونو له خوا الوتکې ته دناستې اجازه نه ده ورکړل شوې .
ارګ هڅه کوي ترڅو د شمال ایتلاف د دوستم په راخپلولو سره دړې وړې کړي او د نور پرضد یې د یوه قوي ځواک په توګه وکاروي خو دوستم بیا د عطانور د کلک ملاتړي په حیث دریځ خپل کړی دی

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close