دوستم په جوزجان کې په عام وژنه او چور چپاول لاس پورې کړی

کابل ټکی کام ۰۵عقرب/۱۳۹۴
فرید احمد
پخوانۍ ټوپکسالار او د کمونستي ملېشو مشر دوستم  څو ځله له کابل څخه د طالب جنګیالیو سره په شمال کې د جګړې په موخه لاړ ترڅو خپله پخوانۍ د ګلمجمي طریقه په کار واچوي، خو د (امریکايي ورځپاڼې) یو ایس ټوډې په وینا چې هيڅ هم لاس ته ورنه غلل.
څو ورځې وړاندې یو ځل بیا یاد ګلمجم اشرف غني په شا وټپاوه او د جوزجان په لور یې ورخوشی کړ، ترڅو د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.
د راپورونو سره سم دوستم د جوزجان ولایت خمآب ولسوالۍ کې د عامو خلکو کورونه د تلاشۍ په بهانه د دوی کورونه چور کړي او د عام ولس په ځورولو یې پیل کړی دی، راپورونه زیاتوي چې د دوستم ملیشې د خلکو موټر، موټرسایکل، د کورونو قېمتي شیان او زیورات له کورونو څخه تر خپلو مراکزو پورې رسوي.
همدا شان له سیمې څخه یو بل خبر زیاتوي چې دوستم خپلې ملېشې ته امر کړی دی تر څو په سیمه کې د دباو اچولو تر نامه لاندې د عامو وګړو ځورول وکړي او نورو خلکو ته عبرت شي، او له طالب جنګیالیو سره خواخوږي ونه ښيي.
په سیمه کې دوکانداران وايي تر اوسه پورې تر ۲۰ زیات عام وګړي د ملیشو له لورې وژل شوي دي او تر سلو زیات بندیان شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close