دوستم په فاریاب کې دجګړی ویستلې جامې بیا آغوندي !

سر لیکنه 

تیره اونۍ چې په جوزجان کې طالبانو دخمآب اولسوالۍ د پرلپسې بریدونه په دوام ونیوله او دځائي دولتي ځواکونو مقاومت وځپل شول، د اشرف غني د جګړي لومړی مرستیال رشید دوستم ئې په خپله قومندان مقرر کړ او په جوزجان کې د خمآب اولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پیل کړل چې تر 1500 پوري ملیشو پکې برخه واخسته.

جنرال دوستم چې خمآب اولسوالۍ د نیولو عملیاتو ته د (تورې) دعملیاتو نوم ورکړ وائي : دملیشو پرمټ مو طالبان دترکمنستان تر پولي پورې ورسول.

دخمآب اولسوالۍ نه د وتلو پر مهال جنرال دوستم یوې ولسي غونډې ته وویل: دکندز په ښار کې د وژلوشوو قاتلینو به بدل آخلم ، اوس د فاریاب د غورماچ په اولسوالۍ کې د عملیاتو اراده لرم چې د وینا وروسته دوستم یوځل بیا دجګړي هغه جامي چې دوه میاشتې د مخه ترې طالبانو ایستلې وې او دوستم له غورماچه په ژوبل حالت کې کابل ته په طیاره کې ورسول شو بیائې واغوستې.

په تیر ځل چې دوستم د 5000 پنځه زره کسیز ځواک په ملتیا د غورماچه سرماتی ووت او  ډیرې سیمې دلاسه په ورکولوئی د 25 عسکرو ژوند په مرګ بدل کړ،اوس به د جګړې په ایستل شوو جامو بیا څه مشوره وکړي؟

دنظام اصولو سره سم يه یوه سیمه کې چې دچانه په تیښته پوځي جامې په بدنامۍ وایستل شي، بیا هغی سیمې ته داولس سره د شرم سترګې نشي برابرولی بیا خپله هغه سیمې ته نه بلکه نور قومندانان ورلیږي.

که دوستم په غورماچ کې ایستل شوی جګړې جامې بیا دجګړې دپاره آغوندي نو دا مهال خو دتخار په اشکمش ، درقد ، خواجه غار او د هلمند په ناد علي ، باباجي او لښکر ګاه کې سختې جګړې روانې دي او دا ویره شته چې سقوط ته نږدې اولسوالیو کې یادې اولسوالۍ هم سقوط وکړي.

دوستم به د کومې اولسوالۍ او سیمې نیولو لپاره دجګړي جامې آغوندي اوس خو دوستم ته په فاریاب کې هغه 5000 زره کسیز پوځ هم ندی پاتې یو د بل پسی طالبانو ته تسلیم شول.

نه دفاریاب اوسیدونکې پر جنرال دوستم باور لري چې غورماچ کې به بیا دولتي ځواکونو له طالبانو نیول شوي سیمي بیا ونیسي او نه د کندز ښاریان له دوستمه د کړي ژمنې عملي کولو باور لري؛ ځکه دوستم چې په کومو ولایاتو او سیمو کې عملیات پیل کړیدی او د طالبانو څخه ئې دسیمې د ژغورنې دعوه کړیده، له سیمې څخه ددوستم په ستنیدا طالبانو خپل عملیات نور هم زیات کړیدی.

دیوی خوا اولس اوله بلې خوا دولسي جرګې لخوا پر دوستم دا نیوکې کېږي چې دراتلونکې لپاره د خپلو عملیاتو په دوام خپل ځانګړي ځواک جوړوي ترڅو ددولت له چوکاټه په ځانګړي توګه چې دده تر قوماندې لاندې وي یو ملیشه ئې ځواک ئې  هر وخت په لاس کې وي چې دفاع وزارت ئې زور او قوماندې خلاف توان ونلري.

له وزیرانو اولسي جرګې پوښتنې وکړي او دجواب ورکولو لپاره ئې وغوښتل خو چې دوستم دجګړو او عملیاتو په دوران کې کوم تاوانونه اولس ته اړولی اولسې جرګه ددې توان نلري چې پوښتنه ترې وکړي.

ولسې جرګې ددوستم څخه د پوښتنې په کولو کې دوه ستونزې لري چې د یوې خوا د اولسي جرګي تر 60 زیات غړي د بهرنیو هیوادونو دسفارتونو سره په اړیکو تورن دي. او بل دا چې ددفاع په وزارت کې بل جګړه ییز قومندان نه ګوري؛ نو که دوستم هر څه د جګړې ایستلی جامې بیا آغوندي او په عملیاتو کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبله اړوي دپوښتنې توان ئې ولسي جرګي نلري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close