دوستم په څه مرور او په څه پخلا شو؟

تبصره

دا وخت افغان حکومت او امریکا کوښښ کوي چې پر طالبانو د جګړې له لارې بری ومومي. په همدې موخه د امریکا جمهور رییس، ډونلډ ټرمپ، او اشرف غني د طالبانو پر خلاف د نرمې لهجې تر کارولو وروسته تونده لهجه هم وکاروله. ویې ویل، پر طالبانو به د بمبار او عملیاتو له لیارې فشار راوړو.

 خو هغه فشار چې ټرمپ او اشرف غني پر طالبانو راوستل غوښتل په قوي او غښتلي افغان پوځ پورې یې اړه درلوده. پر ځای د دې چې امریکا افغان پوځ د طالبانو په مقابل کې غښتلی کړي، د دوستم او ارګ تر منځ زړه بداوي نور هم پوځ پسې کمزوری کړ او طالبانو ته په کابل او ولایتونو کې پرلپسې بریدونو ته زمینه برابره کړل شوه.

له ارګ سره د دوستم اختلاف یواځې په دې پورې محدود پاتې نه شو چې دوستم په فاریاب کې د جګړې له سنګره شبرغان ته وتښتېد، بلکې له ارګ سره اختلافاتو تر ترکیې ورساوه – او آن په ترکیه کې یې د حکومت پرخلاف درې اړخیز اېتلاف هم وکړ.

په ترکیه کې د دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق اېتلاف مخ پر ځوړ حکومت د ګړنګ تر سره ورساوه.

اشرف غني د دوستم په مرورتیا کې پېښېدونکي ټول تاوانونه د سیاسي حالاتو په هنداره کې ولیدل. همدا ډول، امریکا هم بېړه وکړه چې له ارګه مرور دوستم ژر راپخلا کړي څو د کورني او بهرني سیاست له پلوه لغړ حکومت ته د دوستم د پخلاینې لنګ ورواغوندي.

هغه چا چې  په ډېرو کمو مادیاتو یې خپله خاوره، خپل ولس، خپل قوم، خپل نظام او خپل مذهب پلورلی وي، هغه که مرور وي او که  پخلا، د هېواد لپاره ګټه نه بلکې ټول تاوان تاوان دی. په لومړۍ ورځ چې دوستم له ترکیې کابل ته راستون شو، نږدې ۲۵ تنه یې په راستنېدا کې ووژل شول او تر ۱۴ زیات ژوبل شول.

دوستم چې له هېواده بهر وي، افغان ولس ته ګټه ده. اشرف غني که هر څو ورته د وفادار په سترګه وګوري او په راتلونکو انتخاباتو کې ترې د رایو تمه ولري، په هېواد کې د دوستم شتون او پخلاینه به ورته په تاوان تمامه شي؛ ځکه دوستم چې له ډاکټر نجیب سره کومه جفا وکړه، په تاریخ کې به چا له خپل حکومت او خپل نظام سره نه وي کړي.

اشرف غني که له دوستمه دا تمه لري چې په پخلاینه به د ترکیې له اېتلافه لاس واخلي، خو شاید دوستم د هغه په شتون کې د حکومت پر خلاف بل درې ګونی اېتلاف هم وکړي. او که دوستم په دې تمه له ترکیې راغلې چې په پخلاینه کې به په خپله لومړۍ مرستیالۍ پاتې شي او له مقامه به د امن او سولې په پروسه کې ګټه ترلاسه کړي، دا هم کېدای شي چې په ترکیه کې کړی اېتلاف ورپاتې نه شي.

که پر اشرف غني د ولس باور کم شوی دی پر دوستم هم د یارانو باور پر خپل ځای نه دی پاتې. په دواړو صورتونو کې دوستم له اشرف غني او اشرف غني له دوستمه څه ګټه نه شي پورته کولای. په حکومت کې دننه او په ځانګړې توګه د دفاع او کورنیو چارو په وزارتونو کې له دوستم سره دومره اختلاف شته چې تر مرورتیا یې  پخلاینه ډېر تاوان لري.

که اشرف غنی دې ته خوشحالېږي چې دوستم کابل د راتلو په لومړۍ ورځ له خپلو پلویانو وغوښتل چې لاریونونه ختم او لویې بندې کړل شوې لارې پرانېزي، خو که د همدې دوستم له اشرف غني سره په مخالفت تر غاښ لاندې شګه راغله، بیا به هم په لاریونونو پیل او لویې لارې تړلای شي.

  ترکیه کې د دوستم یو کال او درې میاشتې جلا وطنۍ دا وښوده چې تر شتون یې نه شتون ګټور دی. خو د اشرف غني حکومت، چې د بنګړو د بار حیثیت لري، دا وېره درولوده چې که پر خلاف یې لاریونوال مظاهرې پراخې کړي، د شېر خان او حیراتان  بندرونو ترڅنګ امکان لري د تورغونډۍ او اسلام کلا بندر هم وتړل شي، چې بیا به پر اشرف غني د خیالي حکومت خیال-پلوه سولې او د خیال-پلوه امن د روانې پروسې د ډالرو باران هم پرې ودرېږي.

که دوستم په دې خاطر پخلا کړل شوی وي چې د تېر په څېر د طالبانو پر خلاف د جګړې سنګر ته ولاړ شي او په د فاع وزارت کې پخوانی نوم بیا خپل کړي، هغه نوم بیا نه شی ګټلای، ځکه دوستم د فاریاب له جګړې تښتېدلی. او که له اېتلافه د لاس اخیستنې په موخه پخلا کړل شوی وي، شاید اشرف غني ته د دوستم په پخلاینه نورې ستونزې هم راولاړې شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close