دوستم: که دولت اسلحه ورنکړي کولای شي له بل هېواد څخه اسلحې ترلاسه کړي

کابل ټکی کام ۲۶ زمری ۱۳۹۴

راپور: هټي وال/ فرید احمد

څو ورځې وړاندې د ولسمشر لمړي مرستیال په فاریابو کې خپل ملګري راغوښتي وو او ورسره یې د زړه خواله وکړله.

له ناستو خلکو څخه یوه تن د دې پټې غونډې څو خبرې چې ده ته یادې وې زمونږ همکار ته کړي دي.

د ولسمشر لمړی مرستیال چې ډېر وارخطا او نارامه ښکارېده د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د شاخ کلي په چانېزو عملیاتو په راپور ورکولو کې وویل چې په شمال کې جګړه د پاکستان د امنیتي استخباراتي ادارې لخوا پر مخ وړل کېږي.

هغه خپلو ملګرو ته وویل چې اوس ولې طالبانو سره جګړه نشي کېدای ځکه چې له دوی سره پاکستان پوره مرسته کوي.

«اې لوده ګانو، مونږ انګریزان ندي مات کړي، روسان مو هم مات کړل، امریکا مو هم پسې واخیسته، پاکستان ولې نشو ماتولی. دادی اوس یې فتوا ورکړه ورسره به ګورم.»

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي: \” هرو مرو په کابل کې به مو د علماوو شورا خبرې اورېدلې وي، فتوا یې ورکړه چې د پاکستان په وړاندې جګړه. دغه عالمان د شرعې لهمخه دغه خبره کوي. د افغانستان خلکو ټولو امپراطوریو ته ماته ورکړې ده. دا پاکستان څه کولای شي؟\”.

ښاغلی دوستم وایي چې نه د دولت پروا لري او نه هم د بل، خو طالبان به له شماله ختموي، او چې هرڅوک یې مخې ته ودرېږي هغه به هم ورسره ختموي.

ښاغلي دوستم همداشان ویلي: «د سندرغاړو کسټونه واخلئ، خوشالۍ وکړئ، مزې وکړئ. یوازې په لمانځه هم څه نه کېږي. خپلې نجونې راوباسئ، ځوانان دې راووځي، ټول لوکس شئ. مخکې زه هم داسې ساده انسان وم خو اوس زه لوکس شوی یم.»

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې: \” غواړم نړۍ ته وښیم چې دغه پاکستاني جنرالان د شېخ په نوم راغلي افغانستان ته راغلي او څه کوي، زه ځم او ترڅو چې بېرته راځم ټولې هټۍ لوکس له غالیو او نورو جنسونو ډک کړئ او د سندرغاړو کستونه کېږدئ نجونې دې په پتلونونو کې وګرځي او خوښي وکړئ\”.

هغه زیاته کړه: «امریکایانو ته وایم چې پيسې راکړي او تاسو ته یې راوړم ترڅو ډيشونه واخلئ، تلويزونونه واخلئ، نڅا زده کړئ. نجونې دې پتلونونه واغوندي.»

هغه خلکو ته وویل چې تاسو خو مخکې له ماسره اوږه په اوږه ولاړ وی څومره طالبان مې ستاسو لپاره ووژل اوس څرنګه هرڅه بدل شوي دي، زه بدل شوی یم او که تاسو کې بدلون راغلی دی. طالبان خو به پېژنی هغه ستاسو دښمنان دي. هغوی تاسو وژني.

«که چېرې همداسې پاتې شو یوه ورځ به وګوری چې ستاسو مشر دوستم به یې هم وژلی وي. بیا به نو ژاړی.»

ښاغلي دوستم ناستو خلکو ته اطمنان ورکړ که چېرې دولت او یا امریکایان اسلحه ورنکړي نو کولای شي له بل هېواد څخه یې راوړي، نور هېوادونه هم پیسې ورکوي، خو ښاغلي دوستم د هېوادونو نومونه وانخیستل.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close