صبغت الله وصيل
غزا وه، سخته لوږه وه، له ډيرې لوږې اصحابو رضي الله عنهم د خرماوو زړي زبيښل، آخر يې د لوږې تاب رانه ووړ او له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې د اوښانو د ذبح کولو اجازه وغوښته، اجازه وشوه.
عمر رضي الله عنه خبر شو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی، يا رسول الله! اوښان زموږ د حمل و نقل او دښمن پورې د رسيدلو وسيله ده او دوی حلالوي؟.
يا رسول الله! امر ورته وکړه چې د خپلو څوريو پاتې شونې راټول کړي ته ورته پکې د برکت دعاء وکړه.
رسول الله صلی الله عليه وسلم سمدستي راوغوښتل دعاء يې وکړه او ټولو ته خواړه ورسيدل (او د اوښآنو حلاليدل بند شول)….. مسند امام احمد
د ولس له موټرو سره چې د بې غوري موارد ګورم دا حديث مې څک سترګو ته ودريږي! ټکرونه او ترافيکي پيښې، د بيت المال له موټرو شخصي استفاده، هسې او دسې موټر ځغلول، د بيت المال په موټرو کې چکرې وهل، له ضرورت پرته ډير تيل خوړونکي موټر استعمالول او داسې نور هغه موارد دي چې مجاهد ولس يې په ليدو باندې ځوريږي.
زه نه پوهيږم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ولې په خپلو مبارکو لاسونو د بيت المال اوښان داغل او نښآنداره کول؟ صحيح البخاري
نه پوهيږم هغه به کوم درد و چې د مدينې په جل وهونکې ګرمي کې امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د بيت المال په دوو اوښانو پسې روان و ترڅو نادرکه نشي؟ مسند الفاروق واقواله
عمر رضي الله عنه دا صراحتا ويل چې په دې اړه به د خدای په حضور کې پوښتل کيږم نو ځکه يې د بيت المال په څړ ځآی کې د عشره مبشره و له جملې څخه د عثمان ابن عفان او عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنهما اوښان څريدو ته نه پريښودل ترڅو د بيت المال څارويو ته زيان ونه رسيږي. صحيح البخاري
نه پوهيږم له اقتصادي بحران او بودجوي کسر سره سره ولې په دې برخه کې دومره بې غوري کيږي؟
خدای دې په موږ ټولو کې د صديق رضي الله عنه هغه فکر پيدا کړي چې د مرګ په بستره پروت دی او خپلې لور (ام المؤمنين) ته وايي چې ما په ځان مصرف نه کاوه، سپما مې کوله ترڅو د مسلمانانو بيت المال اضافه کړم.فتح الباري
د مجاهدينو په حق کې تقصير نه کوم، مجاهدين ډير د قدر وړ دي، خو امارت او ولس له ډير نازک حالت څخه تيريږي او له دې حالت څخه د وتلو لپآره موږ قربانيو او د نفسونو قابو کولو ته اړتيا لرو.
په دې هيله چې داسې يو کميسيون جوړ شي چې د ولس د موټرو د استعمال لپاره حدود تعين کړي.
چې څوک يې د استعمال حق لري؟ څوک د زرې د ګرځولو حقدار دی؟ تر کومو حدودو پورې په شخصي او کورنيو کارونو کې يې د استعمال جواز شته؟
که خدای مکړه حدود تعين نشي په خود سريو کې د بيت المال موټر تخريبيږي، زړيږي، له کاره لويږي او له منځه ځي.. او په نږدې راتلونکي کې فکر نه کوم چې موږ دې د دې توان ولرو چې د نظام چلولو لپاره موټر خريداري کړو.
راځئ ټول په ګډه دا قرباني ورکړو همدا د شريعت تنفيذ او همدا امر بالمعروف ده.
وما علينا الا البلاغ المبين