دولتي چارواکي به د غزني اړوند له نور خجالت سره هم مخ شي

تميم توفيق

آن د ۲۰۰۱ کال له اکتوبر مياشتې راهيسې، چې امريکايانو په افغانستان يرغل کړی، تر نن ورځې پورې په طالب وسلوالو د امريکايانو او کابل چارواکو لخوا تورونه پورې کيږي، خو متأسفانه چې تر اوسه پورې يې يو هم د ولس په وړاندې ثابت کړی نه دی او هر وخت له داسې خجالت سره مخ شوي دي، چې که پر ځای يې باشعوره حيوان ورسره مخ شوی وای، په زمکه د ننوتلو غوښتنه به يې کړې وای او د ژوند تر پايه به يې سترګې نه وای پورته کړې.

پخوا باور و چې پخوانيو زمانو کې به حيوانات هم غږيدل، کيسه کا چې يو چا له کوم حيوان څخه وپوښتل چې الله تعالی «څټ» د څه لپاره پيدا کړی؟ حيوان ځواب ورکړ چې د خجالت/شرم په وخت کې د ګرولو لپاره. په طالبانو د امريکايي او کابل کې ميشتو چارواکو لخوا د ګڼو تورونو د بې اساسه ثابتيدو سره سره بيا هم د تورونو پورې کول داسې ښکاروي چې دوی نه «مخ» لري او نه «څټ»، چې د شرمندګۍ په مهال پرې د خجالت نښانې ښکاره شي.

د تېرې جمعې په شپه چې طالبانو د غزني ښار درې حصې لاندې کړې، تر اوسه پورې پرې بيلابيل تورونه لګول شوي دي، کټ مټ لکه د کندز د نيولو په مهال. هغه مهال د بهرنيو جنګياليو د شتون په تور سربيره په طالب جنګياليو د جنسي زورونو تور هم پورې شو، خو وروسته د کندز ولس او په دولت کې شامل د کندز استازو دا تورونه بې بنسټه ثابت کړل.

دغه راز کله چې څه موده وړاندې د کندز په چهاردره کې يوه ديني مدرسه بمبار شوه، چارواکو ادعا وکړه چې طالب مشران او بهرني جنګيالي يې وژلي، مګر بيا يې په خورا سپين سترګي سره د ولسي وګړو وژنه تائيد او بښنه يې وغوښتله.

کله چې طالبانو د فراه ولايت مرکز ونيول، دولتي چارواکو تور ولګاوه چې ايراني جنګيالي ورسره دي او په ولايت بريد د ايران په اشاره شوه، دا تور هم بيرته د دوی پر مخ ولګيد او طالبان سپين راووتل.

په بيلابيلو وختونو کې د کابل چارواکو دغسې تورونه په طالبانو پورې کړي، خو چې دروغ ثابت شوي دوی هيڅ د شرم احساس نه دی کړی. نه پوهيږو د دوی د مخ پوستکی څومره پنډ دی چې هيڅ د خجالت علايم پرې نه څرګنديږي، له دې کيسو معلوميږي چې کابل کې ميشت دولتي چارواکي څټونه لري خو هغه څټونه نه چې الله تعالی د شرم په وخت د ګرولو لپاره پيدا کړي دي.

غزني کې چې د کابل ادارې پلاستيکي ځواکونه له شرمونکي ماتې او شکست سره مخ شول، چارواکي يې يو ځل بيا بې اساسه ادعا کوي چې طالبانو سره خارجي جنګيالي وجود لري.

که فرضاً د دوی ادعا ورسره ومنو او ترې وپوښتو چې له طالبانو سره به د ګوتو په شمير بهرني جنګيالي وي، ستاسې سره چې ۴۸ هيوادونو هر راز همکاري لري، ولې طالبان له څو تنو بهرنيو ملګرو سره په محکمو کلاګانو کې په ناستو او مرستندويه زرګونو پوځيانو، په سلهاوو ټانګونو، لسګونو چورلکو او جنګي الوتکو او بې شميره پوځي ځواک باندې غالب کيږي؟ يقين لرو چې دوی به دې سوال ته هيڅ قناعت بخش ځواب ونه لري.

ظاهره ده، چې دولتي چارواکې په دغسې ادعاګانو او تورونو سره د خپلې بې کفايتي او نا اهليت پټولو هڅه کوي، دوی هڅه کوي له طالبانو سره د بهرنيو جنګياليو د شتون په ادعا کې د خپلو ۴۸ کفري او ديموکراتو يرغلګرو ملګرو همکاري پټه کړي.

دوی چې د يرغلګرو په غلامي کې يې ټول حواس او وجدان بايللی، په ولس هم د ځان ګمان کوي او فکر کوي چې په دې بې اساسه تورونو سره به خپله بې وجداني او تر لمر ښکاره غلامي او بې کفايتي له عامه انظارو پټ کړای شي، کلا وحاشا.

وايي چې حيا د ايمان برخه ده، چې حيا نه وي نو ښکاره ده چې ايمان نشته او چې ايمان وجود نه لري؛ نو غزني به څنګه ونيول شي او د شرم او خجالت احساس به له کومه شي.

دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د کابل.کام د نظریاتو ښکارندويي نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close