دولتي چارواکي : په مخامخ جګړه کې ۱۰ تنه عسکر وژل شوي جګړه دوام لري

کابل ټکی کام : لړم ۲۴ مه ( بصیراحمد پاڅون )
د ارزګان ولایت مقام ویاند دوست محمد نایاب وایي چې تیره شپه طالبانو د ترینکوټ اړوند ( وانو پله ) په سیمه کې طالبانو د اردو عسکرو په یوه ستر پوسته تعرضي برید وکړ او درنې نښتې رامنځته شوې . نایاب وای چې په دې نښتو کې لسګونه طالبان وژل شوي خو د اردو ۱۰ تنه عسکر هم وژل شوي دي. نایاب زیاتوي چې د زیاتو تلفاتو د مخنیوي په خاطر دولتي سرتیري له خپلې پوستې په شا شوي خو نن یې د پوستې د بیرته نیولو او د وژل شویو سرتیرو د جسدونو د راوړلو په خاطر درنه عملیات پیل کړي دي.

طالبانو په یو خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي چې د وانو پله په سیمه کې یې د اردو عسکرو یوه مهمه پوسته نیولي او لس تنه عسکر یې وژلي چې جسدونه یې په پوسته کې پاتې دي.
طالبان زیاتوي چې په دې نښته کې یې یو ټانګ او دوه رینجر هم له منځه وړي دي. طالبان د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه د نایاب ادعا په مطلق ډول ردوي او وایي چې هیځ ځاني تلفات نه لري.
په ارزګان ولایت کې طالبانو زیات پرمختګونه کړي دولتي ځواکونه اوس یواځې د ترینکوټ په ښار او د ځینو ولسوالیو په مرکزونو حاکمیت لري .
په تیرو دریو میاشتو کې طالبانو ته سلګونه عسکر او پولیس  له خپلو وسلو سره  تسلیم شوي دي  چې زیاتره یې خپلو کورونو ته رخصت شوي او نور هم د تلو په حال کې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close