دولتي چارواکي: که سنګین کې مرسته ونشي، له یو ستر ناورین سره به مخ شو

کابل ټکی کام فرید احمد

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده، او د قمندانۍ عسکرو رسنیو ته په ډګه کړې ده چې په لسګونه عسکر د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې راغلي دي، او که یې مرسته ونشوه نو کیدای شي یا خو د دولت مخالفو وسله والو ته تسلیم او یا ووژل شي.

د پژواک خبري اژانس وايي چې یوې باوري سرچینې ورته ویلي دي چې تېره شپه د سنګین ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

په دې جګړو کې څه دپاسه ۳۰۰ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ویل کېږي چې هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو تر بل هر وخت خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې کیدای شي یاد ولایت یې لاس ته پریوځي.

د هلمند ولایت قمندانۍ وايي چې لږ تر لږه ۱۶۰ پولیس د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او که یې هوايي مرسته ونشي نو کیدای شي له منځه ولاړ شي.

قمنداني وايي چې په سنګین کې د تېرو څلورو ورځو راهیسي امنیتي ځواکونه د طالبانو تر محاصرې لاندې و چې نه یې خوراک او نه هم خوب وو چې د نجات لپاره یې ولسوالي پرېښوده.

په مشرانو جرګه کې د هلمند ولایت استازي هاشم الکوزي هم دا تائيد کړه چې ولسوالي د طالبانو لاس ته پرېوتې ده، دی زیاتوي چې په هلمند کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي وجود نلري د مثال په توګه هغه وویل چې د سنګین ولسوالۍ په سقوط کې پولیسو په خوا کې پروت د ملي اردو له کندک څخه د مرستې غوښتنه وکړه چې هغوی یې مرستې ته ورونه دانګل چې له امله يې ولسوالي سقوط وکړ.

هغه وايي چې اوس هم ډیری پولیس هلته محاصره دي او که یې ژر تر ژره مرسته ونشي کیدای شي سبا یې جنازې راوړو، او په لسګونه نور پولیس وژل شوي هم دي، چې وجه یې د مرکزي حکومت بې غوري ده.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف هم د خپلو ملګرو لخوا د ولسوالۍ نیول تائید کړي دي او ویلي یې دي چې پرمختګ روان دی.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close