دولت دعوه کوي چې کندز یې بېرته نیولی دی

دولت دعوه کوي چې کندز یې بېرته نیولی دی
کابل ټکی کام 
نن سهار د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي دعوه وکړه چې د کندز ښار یې په مکمله توګه له طالبانو څخه نیولی دی او د طالبانو مړي په سرکونو پراته دي.
دا پداسې حال کې ده چې تېره شپه ناوخته ذبیح الله مجاهد په کندز کې د یو لړ پرمختګونو خبر ورکړ، او زیاته کړې یې وه چې زیات شمېر عسکر ورته تسلیم شوي هم دي.
همدا شېبه مونږ د کندز په ښار کې له خپل همکار سره رابطه کې شو، هغه راته د کندز حال داسې بیان کړ.
«د شپې لخوا د ناټو او افغان سپيشل فورس لخوا پر کندز پیاده او هوايي بریدونه وشول. بعضو مناطقو ته دوی داخل هم شول. خو طالبانو له کندز څخه د سر په بدله دفاع وکړله، او جانبینو ته د سخت ځاني او مالي تاوان اوښتلو وروسته دولتي او ناټو ځواکونو ماتې وخوړله. 
طالبان اوس هم په ښار کې ازادانه ګرځي، حالات نورمال ښکاري نه جنګ شته او نه بل داسې د وارخطایی حالت موجود دی.»

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close