دولت د کندز په ګټلو نور ولایات بایلی

دولت د کندز په ګټلو نور ولایات بایلی

تبصره: مبصر

دولت د کندز په ګټلو نور ولایات بایلې وړمه ورځ ددفاع لوړ پوړې چارواکې د کونیو چارو او ملې امنیت په مشوره د کندز ښار نیولو لپاره کندز ته قواوی ولیږلي ترڅو دلاسه وتلي ښار ونیسي.

که څه هم ولسمشر اشرف غني د کندز ښاریانو د تلفاتو د مخنیوی لپاره دهوائې بمباریو نه کولو وینا نظامي چارواکو ته کړی وه خو بیاهم راپورنونه ترلاسه شوي د کندز ښار د نیولو لپاره پیل شوي عملیاتو کې له هوائې بمباریو څخه کار اخستل شوی دی چې ملکې خلک یې په نشه کړي.

 ځني راپورنه دباورۍ سرچینو به حواله وائې چې هوائې ځواکونه دناټو به لارښونه دکندز په ولایت کی دطالبانو په مرکزونو بمباري کوي خو دا راپور هم تر لاسه شوی چې ناتو د دولتي ځواکونو یعنې ځمکنیو قواؤ سره هم مرسته کړیده.

هرڅه چې دي ددولت به ادعا د طالب وسلوالو په خلاف دکندز ښار د نیولو لپاره عملیات پیل شویدي خو تر اوسه یې لاس ته راوړنه نلري او خارجیان او داخلیان صرف په هوایې ځواک بروسه کوي او د ځمکې له لاری هیڅ پر مختک نشي کولې بلکه شاتګ ته مجبور شوي او طالب وسلوال تر اوسه توانیدلې چې دکندز د ښار نه دفاع وکړي.

نو که دولت یو طرف ته د کندز ښار د نیولو هسې کوي خو بل طرف ته د طالب وسلوالو د عملیاتو پروګرامونه ښه منظم ښکاري ځکه هغوی په تیرو ورځو کې په تخار کې دری ولسوالۍ به منظم ډول ونیولې او په دی ولسوالیو کې مهم ولسوالۍ د خواجه غار ولسوالۍ ده چې دتالقانو ښار هر وخت تر تهدید لاندې نیولې شي دا ولسوالۍ یو سوق الجیشي حیثییت لري چې هر وخت طالب وسلوال کولې شي چې تالقانو باندی یرغل وکړي او تر خپل ولکې لاندې یې راولي.

همداراز نورو ولایتونو کې هم د طالبانو عملیات په شدت سره روان دي په فراه کې خاکسفید ولسوالۍ یې په پشبړ ډول ونیوله او هم په بدخشان کې وړمه ورځ د وردوج ولسوالۍ مکمله نیولې دی او نني راپورونه وایې چې دبدخشان بهارک ولسوالۍ هم سقوط ته نژدې دی .

برسیره پردې کاپیسا، میدان وردک ، هلمند ، کونړ ننګرهار ولایتونو کې د طالبانو عملیات روان دي او حکومت یې تر سخت فشار لاندې راوستی دی . نو که دولت د کندز دښار ناکامي هسي کوي بل خوا نور مهم مهم سیمې ددوی د ولکې نه ووتې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close