دولت له طالبانو کندز نيسي که کندز ښا ریان وژني

دولت له طالبانو کندز نيسي که کندز ښا ریان وژني

ولسې جرګې دکورنیو چارو ، دفاع او ملې امنېت چارواکې استجواب کړي ؤ چې څرنګه دټولو امکاناتو او پوځي قطعاتو دکندز ښار لومړی محاصر اوبیا د دولت له لاسه ووت.

داولسي جرګې غوښتنه اوپوښته پرځای ده ، یو دولت چې تل دخپل پوځ به اړه دهېواد دساتنې سینه ډبوې خپل پوځي مورال لوړتبلیغوي او د اروپايي ټولنې څخه دځمکنۍ دفاع د ډاډ سره دهوايې ځواک غوښتنه هم  کوي دکندز ښار د څه لا امله دلاسه ورکوي؟

څه ؤ چې د کندز دښار دفاع ونکړل شوه؟

څه ؤ چې دکندز دسیاسي زندانیانو ترڅنګ جنا ئې  مجرمین یوځل بیا خپلو جرمنوته ازاد شول؟

داولسي جرګې استجواب یوازی پدې ندی چې دکندز ښار ئې دلاسه ورکړ ، سبا مزار اوبله ورځ ننګرهار ، کندهار او نور ولایت هم دلاسه ورکوي.

دکندز دښار سقوط اوبیا نیول په دواړو صورتونوکې دملکیانو اوتظامیانو په تلفاتو تمامېږي مونږ تل دملګرو ملتونو دبشري حقوقو دادارې هغه راپورونه چې وايي دملکي وګړو تلفات څوسلنه زیات شوي ردکړیدی خو دادی اوس د دولتي نظامی چارواکو دبی کفایتۍ او پو ځیانو دمورال دلاسه ورکولو له امله د دواړو پوځي اوملکي وګړو تلفاتو لپاره زمېنه برابر ؤ .

له طالب وسلوالو دپوځ په کمزورتیا او دلاسه ورکړي مورال دکندز ښار بیا نه نېول کېږي  که دولت يې دنېولو اراده کوي بیا هم ګرانه چې پوځي او ملکي تلفاتو په ورکولو يې نیسي .

دکندز ښار چې  دولت بیا نیسي دښار زیاتي اهمي او پوځي برخي او مرکزونو سره نږدي ملکي وداني په به بمباریوکې ړنګي کړي  که دکندز ښار دملکې ښاریانو په وژنه لاس تر راوړل شي داد دولت کامیابي نده .

داد دولت ستره ناکامې ده چې دکندز دښاار دلاسه په تللو تلفات ورکړل او اوس یې په نیولو کې څو چنده تلفات ورکوي.

اود اهم دمنلونده چې له نظامي او ملکی تلفاتوبغیردی کندز له طالبانو بیا ونېسي .

دکندز ښار دناتوپه ملګرتیاله طالبانو بیا نېول به دولت ته سیاسي ګټه ولري خو په معنوی لحاظ د دولت خپل اعتبار له لاسه ورکړي غوره  داده چې دکندز دښار امنېتي ځواکونه او پوځي افسران د تېر په  څیر طالبانو ته د مخه تسلیم شي .

دطالبانو هغه شرطونه چې داسلام او افغانیت سره سل په سلو کې برابردي ورسره ومني او نور دابی باوره او بې بنسټه اداره داولس رايې ته پریږدی.

دکندز دولتي والي چې څو ورځي دمخه يې دښار له نېوني کورنۍ له کندزه استلې او دغرب په لورې له افغانستانه وتښید دنو رو ولایتونو دوالیانو هم همدا حال دی .

مونږ به په دولتي چارواکو څه باورولرو چې دکندز دښارد نیولو لپاره دی دطالبانو نومولو شوی والي دجګړی قومانده په لاس  کې لري او د دولت والي دي سره له کورنۍ اروپاته تښتي .

که دولتي چارواکي دافغان اولس او نړیوالوله پیغوره دکندز پر ښار جګړه پیل کړي  دومره ښاریان په په هوايې بمباریوکې ووژني چې دولت ته به نوره کرکه هم داولس په زړونوکې پیداشي .

اول خو دولتي ځواکونه دطالبانو سره دجګړه دمقاومت توان نه لري اوکه دهوايې بمبار یو به وسیله مهمې دنقطې لاسته  راوړي بیاهم دنېول شوي ښاراخستنه او ساتنه ورته ګرانه ده .

ددولت لپاره غوره داده چې دکندز دښارله نېولو دښاریانوژوند بهتر وګڼي نړیوالوته خود نظامي چارواکو زورله پخوا څرکند دی چاچې روزلي هغوي ئې په مورال هم خبردي دکندز ښاریان له دولته دسراومال خوند یتوب غواړی نه دبمباریو کنډوالو او وژنوپه بیه دلاسه تللي ښار نېول.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close