دوهم تعقیب،پروان: د طالبانو په موټر بم برید کې ۱۰ امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵)

طالبانو د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د نن ورځې د برید تازه ارقام خپاره کړي ،او ادعا یې کړې چې ګڼ شمیر امریکايي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د خبر پاڼې د خبر تر مخه، دغه برید د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د اوسیدونکي مجاهدحافظ محمد بلال له خوا د موټر بم په توسط تر سره شو

 

 

دغه برید د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د اوسیدونکي مجاهدحافظ محمد بلال له خوا د موټر بم په توسط تر سره شو

 

وروستي معلومات ښیي چې، په دې برید کې شپږ(۶) امریکایي عسکر ځای پر ځای وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
طالبان وایي، په برید کې یو امریکایي زغروال ټانګ هم ویجاړ شوی.

د نن ورځې سرتیری بریدګر

امریکایي ځواکونو د خپلې پالیسۍ ترمخه په دې تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی.
باید وویل شي، چې طالبانو تل ټینګار کړی چې هدف یې بهرني ځواکونه دي او که افغان عسکر یې په مخ کې خنډ نه شي، دوی به یواځې د هغوی پوځي کاروانونه او نظامي اډې په نښه کړي.
تر ۲۰۱۴ کال وروسته بهرنیان تر ډیره له خپلو اډو څخه راوتلو زړه نه ښه کوي او یواځې هغه مهال دا جسارت کوي چې افغان پوځیان یې په بدرګه ساتنه او څارنه وکړي، یا هم شپني عملیات وي چې د الوتکو په ذریعه سیمې ته ځان ورسوي.
پوځي شنونکي وایي، امریکایان په افغان جګړه کې د خپلې پالیسۍ تر مخه د خپلو ځواکونو د تلفاتو تر ټولو کمه فیصدي ابلاغوي تر څو یې د ځواکونو پر مرال ناوړه اغیز ونه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close