دوه افغانې کورنۍ د ترکيې په اوبو کې ډوبې شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، ۱ لیندۍ)

په ترکيه کې د افغانستان کونسلګرۍ چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په اوبو کې د افغانستان د دوو کورنيو غړي ډوب شوي دي.

په استانبول کې د افغانستان جنرل کونسل ذکريا بارزکی وايي، دوو افغان کورنيو غوښتل چې د ترکيې د اوبو له لارې يونان ته واوړي خو کښتۍ يې په ازمير ولايت کې ډوبه شوې ده.

د ذکريا په وينا، د دغه دوه تنه کورنيو له څوارلس غړيو څخه يوازې دوه تنه ترکي مامورينو ژغورلي او پاتې دولس تنه چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي ډوب شوي چې تر اوسه يې جسدونه نه دي پېژندل شوي او له پيژندلو وروسته به يې خپلو خلکو ته سپاري.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې په قاچاقي لارو اروپا ته له تلو ډډه وکړي او قاچاق کوونکو خبر ته دې غوږ نه نيسي چې په لارو له ورته ډول پيښو سره مخ کېدلی شي.

په ترکيه کې د افغانستان کونسلګرۍ مسوولين وايي، دا لومړۍ پېښه نه ده چې افغانان پکې ژوند له لاسه ورکوي بلکې په دغه لاره کې د نورو هېوادونو د اتباعو د ډوبېدو تر څنګ د افغانانو لسګونه کښتۍ هم ډوبې شوي چې افغان کډوالو پکې ژوند بایللی دی.

که څه هم اروپايي هېوادونو ته په وروستيو کې د تلونکو افغانانو په شمير کې کموالی راغلی خو تر دې مخکې لسګونه زره افغانان په هېواد کې د نا امنيو، بې کارۍ او اقتصادي مشکلاتو له کبله هېواد پريښی چې ډيری يې په سختو لارو کې تلف شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close