دوه سری حکومت (خودکُش بیګانه پرست)

تبصره:ډاکټر یوسف اکبری

اشرف غني د پاکستان د پښتون غورځنګ نه د دفاع په موخه یو ټویټ کړی چې ډېری له حقیقته نا خبره ځوانان ورته د ړوند تقلید پر بنا په نڅا بوخت دي او د دوه سري حکومت ټویټ ورته یو ستر کمال ښکاري، خو نا خبر له دې چی له بله پلوه د همدې دوه سري حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي بیا د اشرف غني پر ضد څرګندونې کړي او هغه دا چې د پاکستان د پښتون غورځنګ نه دفاع کول د پاکستان په داخلي امورو کې لاسوهنه ده او دا د پاکستان کورنۍ موضوع ده، باید چې د افغانستان حکومت پکې مداخله ونکړي.

خو نڅاګر ځوانان به د رحیمي له دې څرګندونو وروسته څه کوي خپلې ړندې نڅا ته به ادامه ورکوي او که په خپله نڅا به خجالت څرګندوي؟

له بل پلوه سړی د اشرف غني دې عقل ته حیران شي چې نوموړی خپل مخالفین په وحشیانه ډول وژني او د پاکستان حکومت د مخالفینو له حقوقو نه د دفاع لپاره ټَویټ کوي، حال دا چې د پاکستان مخالفین د پښتو په حساب مبارزه کوي او د افغانستان مخالفین د اسلام لپاره مبارزه کوي او د اسلام لپاره مبارزه د هر مسلمان دنده ده او د پښتو لپاره مبارزه دومره نده لکه د اسلام لپاره مبازه. خو معلومه خبره ده چې اشرف غني د اسلام پروا نه لري خو د پښتنو د په غم کولو لپاره د شیطان دنده اجرا حوي.

بله مهمه خبره داده چې پاکستان هر وخت د افغانستان د مختلفو سیمو چې له جملې نه  یې کنړ هم دی پر ځایي اوسېدونکو ړانده توغوندي او توپونه وروي چې ماشومان، ښځې او نور پکې وژل کيږي او هم له کورونو څخه په کډه کولو مجبوریږی، خو اشرف غني یوه ورځ هم له دې خپلو خلکو نه دفاع وکړه او نه کوم ټویټ، همدا راز پاکستان  د افغانستان په څو زره کیلومتره پوله باندې د پښتنو پر سینه ازغن تار ولګاوه خو یوه ورځ یې  هم نه ټویټ وکړ او نه یې عملا کوم اقدام وکړ او نه یې ملګرو ملتو ته کوم شکایت، همدا راز ډېری افغانان د پاکستان د سفارت او کونسلګریو مخې ته سپک شول، ذلیل شول آن  تر دې چې مړه شول خو یوه ورځ هم د اشرف غني ټویټ او یا اقدام ونه لیدل شو،  بله مهمه خبره دا ده چې اشرف غني په خپل غلط موقف او  سیاست نیولو سره تل په پاکستان کې مېشت نږدې ملیونونه افغانان له جدي خطر سره مخ کړي دي خو د ده هیڅ پروا پرې نه راځي، اشرف غنی په خپلو نا سمو سیاستونو سره چې د پاکستان په خلاف یې یوازې په خوله څرګندوي، په پاکستان کې د ملیونونو افغانانو ژوند تریخ کړی دی، چې د طورخم قیامت ته ورته حالت د دې ښه شاهد دی او هم د پاکستان په سفارت او کونسلګریانو کې د ویزو د ترلاسه کولو په موخه د افغانانو محشر ته ورته حالت له هیچا پټ نه دی، پاکستان برعکس د اشرف غني له ضد نه د هند او پاکستان تر مینځ پوله پرانیسته او سره  له دې چی هندوستانیان یې نه پخلا کېدونکي دښمنان دي پرته له ویزې پاکستان ته په داخلېدا اجازه ورکړه، خو برعکس د افغانستان پر ضد یې تر ټولو زیاته سختي راخیستی. چې  همدې سختۍ له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ پرته کرښه په ټوله نړۍ کې ساری نه لري.

کاشکې اشرف غني عملاً توره راخیستې وای او د پاکستان په خلاف یې هغه څه عملا ترسره کړي وای کوم چې یوازې په خوله وایي بیا که افغانانو ته څه تکلیف هم پېښ شوی وای نو د هیچا ګیله به نه وه، خو اشرف غني دې ته فکر نه کوي چې خپله خوله هم کلا ده هم بلا، تل  پر پاکستان خوله خلاصه کړي او داسې څرګندونې وکړي چې د پاکستان غوصه راوپاروي  او پاکستان هم بیا پر ځای د دې چی خپل غچ له اشرف غني واخلي، په پاکستان کې بېګناه غریبو او بېچاره افغانانو پسې  سوټی راواخلي او د فقر او مسافرۍ ژوند پرې  جهنم وګرځوي.

اشرف غني ته د دا ډول څرګندونو او موقفونو په نیولو سره سړی په څرګنده ویلای شي چې نوموړی خودکُش بیګانه پرست دی، د نورو له  حقوقو دفاع کوي خو خپل خلک په اور کبابوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close