دوه ضدین: سوله او د عسکرو زیاتول

عزام حقاني

سوله چې علماؤ او کتابونو تعبیر کړې دا معنی لري چې د یو هیواد او جغرافیې اوسیدونکي انسانان خپلې ورځنۍ دولتي او عامه چاري په ارامه او مصؤنه فضاء کې بدون له تهدید ، وهم او ترس څخه ترسره کړي.

دتعجب خبره داده چي اولس کاله کیږي موږ دسولي په اړه خبري اورو خو دعمل په میدان کې چا سوله ونه لیدله، امریکایانو چي په افغانستان باندي حمله کوله همدایې ویل چي موږ افغانانو ته سوله راوړو  ، مخدره موادو کښت خرید او پلور ختموو ، په اصطلاح د ترهګرو ځالې له منځه وړو کومي چې امریکا ترې په ویره کې وه خو داسي ونشول.

راځئ چې لږه شیبه په دې سوچ او فکر وکړو چې امریکا او متحدینو یې ریښتیا هم همدا غوښتل کوم چې یې شعار جوړ کړي ؤ؟ او که دایې هسې یو پلمه وه څو په افغانستان  باندي نظامي یرغل ته لاره هواره کړي.

موږ ددې جنګ له شروع تر نن ورځي پوري د صحنې عیني شاهدان یو چې امریکا نه سوله راوسته نه یې امنیت راوست او نه یې ښه شفافه عادله او قوي اداره او حکومت جوړ کړ ، او نه په راتلونکې کې دا اراده لري ،  نه یې مواد مخدر ختم کړل او نه یې هم د دوی په اصطلاح ترهګر له منځه یووړل.

بلعکس د افغانانو له چم او دیار نه یې هغه بې مثاله ارامي او امنیت چې د طالبانو په اسلامي او شرعي نظام کې موجود وو په یو مخیز ډول له منځه یووړ ، هیواد یې دامن په نوم په نړۍ کې د ناامنه هیوادونو له جملې حساب کړ ، دا صلاح او ښه والي په نوم یې د دنیا په فاسدترینو هیوادونو په دریم او څلورم قطار کې راوست ، د حکومت او نظام په نوم یې غله چور چپاول جوړونکې ، فاسد ، بې دین او بد اخلاقه خلکو څخه فاسده ، بې کفایته او بلواکه اداره رامنځته کړله ، هیواد یې د ابادۍ او ترقي په نوم په کنډواله او هدیره بدل کړ ، د تمدن او پرمختګ په نوم یې  عریاني ، فحاشي او بې حیایي ته ښه په پراخه پیمانه رواج ورکړ ، زموږ په دین ، مذهب  اسلامي کلتور او فرهنګ یې مسخرې او پسخندونه وکړل ، بې شماره مساجد او مدارس یې په دې تور ړنګ او بمبار کړل چې دلته طالب موجود وو ، په زرګونو انسانان یې د کاذب امنیت په پار ووژل او تر نن ورځې یې همدا لړۍ ښه په درز سره روانه کړې ده.

په خوله دسولي نعرې وهي خو په عمل کې داسي څه کوي چې د سولي په سپیڅلي نوم تور داغ وي د امنیت ،  ارامۍ او ترقۍ په نوم یې زموږ هیواد د دنیا له نا امنه او وروسته پاته هیوادونو د لیست په لومړۍ شماره کې راوست.

د  مخدرو موادو کښت چې طالبانو په تدریج سره په ضرب د دروکالو کې صفر ته را کښته کړ چې بالاخره یې بند کړل ،  خو دامریکا له یرغل سره سم د مخدره موادو کښت ټول هیواد ته وغځید او نن ورځ زموږ هیواد د مخدره توکو په ستر تولیدونکي مرکز بدل شوی.

د دوی په اصطلاح چې موږ ترهګر  له منځه وړو خو اصلا همدوی د ترهګرو مؤسیسن دي چې ښکاره بیلګه یې د داعش په نوم خونخواره وحشي  ډله ده چې امریکا او اسرائیلولخوا څخه په اسلامي نړۍ کې  جوړه شوه چې دبلک واټر په څیر ورباندي ملکي وژنې کوي ، او هم ورته په زیاته پیمانه تبلیغات کوي ، څو خپل شتون ته یو مجوز پیدا کړي.

نو اوس که څوک یوه زره دعقل او پوهي لرونکی وي په دې پوهیږي چې امریکا د سولي او ثبات په مخ کې لوی خنډ ده څو چې د امریکا شتون په افغانستان کې وي تر هغې به نه سوله وي نه امن او نه هم ډاډمن امنیت.

او نه هم امریکا دا اراده لري چې افغانان په عموم کې ټول مسلمانان په امن او سوکالۍ کې ژوند وکړې .

ځکه د سولي او د عسکرو زیاتول دوه ضدین دی چې په یو وخت کې یې په یو ځای کې جمع کول ناممکن دي ، یا به سوله وي او یا به د بهرنیو عسکرو شتون  چې د جنګ په معنی دی وي.

ناټو وايي د دې سازمان د غړو هېوادونو په سرمشریزه ناسته کې به د افغان سولې اړوند هم خبرې وشي او هم به د عسکرو د ډېرولو اړوند بحث وشي.

ناټو هیوادونو ته وایم چې نور له دې منافقت او شیطانت نه لاس واخلئ !! که واقعا له تاسو سره د افغانستان د ارامۍ او ترقۍ غم وي نو خپل فوځونه مو زموږ له هیواده وباسئ ، ستاسو دنده دانه ده چې د هیوادونو امنیت او آزدي له منځه یوسئ بلکې ستاسو دنده داده چې دهیوادونو تر منځ دامن او ارامۍ فضاء قائمه کړئ.

نو په همدې خاطر څو امریکا خپل اهداف او مقاصد تر لاسه کړي د سولي له نوم څخه په استفاده کوي ، کنه سوله او د بهرنیانو شتون او دنورو عسکرو زیاتول بله کومه توجیه نلري غیر له دې چې دلته د نامعلوم وخت لپاره جنګ او جګړه جاري وي.

هیله مو له هغو افغانانو څخه  کوم چې د سولي په نوم غونډې او نور بیلابیل مدني حرکتونه کوي داده چې که ریښتیا هم د سولي او ثبات غوښتونکې یاست  نو توجه مو راغلیو بهرنیانو  په طرف واړوئ او له هغو څخه د وتلو غوښتنه وکړئ ځکه همدوئ دې چې زموږ آزادي او استقلال یې سلب کړی همدوئ دي چې زموږ له هیواد څخه یې سوله او امنیت وړی دی همدوئ دي چې زموږ په هیواد کې یې ناترسه جګړه پیل کړې ده.

بیا هم یادونه کوم چې سوله د اشغالګرو په شتون کې ناممکنه ده که طالبان یې بالفرض وکړي یو بله افغاني ډله به را پورته کیږي د خارجیانو په ضد به مبارزه کوي ځکه افغانان هیڅکله د اشغالګرو شتون نشي منلی.

په اخیر کې بیا هم یادونه کومه چې د جګړې عاملین بهرني اشغالګر فوځونه دي ، همدوئ ترهګر دي چې په شتون کې یې دلته دارامۍ او امن بوی پر افغانانو حرام ده.

د دوی اساسي مؤخه د اسلامي نړۍ ناارامه کول او تر خپل دائمي استعمار لاندې راستل دي.

دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د کابل.کام د نظریاتو ښکارندويي نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close