”دوه ميليونه افغانان له بېکارۍ سره مخ دي“

راپورتاژ: الماس خدرخېل —-  د کار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي وايي، په ټول هېواد کې دوه ميلیونه افغانان له بيکارۍ سره مخ دي.

ذکي په کابل کې د کار ملي کنفرانس د غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې وويل، د بې کارۍ د ختمولو د هڅو سربيره لا هم په افغانستان کې دوه ميليونه افغانان بې کارۍ له خطر سره مخ کړي دي.

د ذکي په خبره په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه ۲۴ فيصده ده او د حکومت له لوري ځينې کارونه په پلان کې نيول شوي چې د بېکارۍ کچه راکمه کړي.

په کابل ښار کې کارګرانو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې فابريکې جوړې کړي او بېکاره خلکو ته دې روزګار برابر کړي.

د وهاب په نوم يو کاريګر وايي، له تېرې ډېرې مودې راهيسې بېکاره دی، د نا امنيو له کبله بې کاري د ورځې په تېرېدو لا پسې زیاتيږي او حکومت کاريګرو ته هيڅ پاملرنه نه کوي.

په ياده غونډه کې اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې وويل، حکومت نه دی توانېدلی چې خپلې ژمنې پوره او د بېکارۍ په هکله د خلکو ستونزې کمې کړي.

ښاغلي عبدالله زياته کړه، له ۲۰۱۴ کال راهيسې د اکثريت بهرنيو ځواکونو د وتلو له کبله په هېواد کې بېکاري زیاته شوې چې د حکومت له لوري بېلابېل پروګرامونه په نظر کې نيول شوي خو د جګړې د شدت له امله حکومت نه دی توانېدلی چې دغه پروګرامونه عملي کړي.

ډاکټر عبدالله وويل، چې وسله والو غوښتل په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان حکومت په کامله توګه سقوط کړي خو حکومت يې په اړه لازم تدابير ونيول او حکومت يې له سقوطه وژغوره.

څو اوونۍ مخکې نړيوال بانک په خپل يوه راپور کې ويلي و چې هر کال څلور لکه کسان له زده کړو وروسته د کار موندنې هڅې کوي چې ډیری يې د بې کارۍ او نا امنۍ له کبله هېواد پرېښودو ته اړ کېږي او د افغانستان په پرتله نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند ته لومړيتوب ورکوي.

شنونکي وايي، چې حکومت دې سوداګرو ته د دې زمينه مساعده کړي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي ترڅو بې کاره ځوانانو لپاره فابریکې جوړې او د کار زمينه برابره شي، خو د هېواد ناوړه امنیتي وضعيت ته په کتو ښايي ډيری پانګوال په خپل هېواد کې پانګونې ته چمتو نه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close