دوه ډوله تفسير!

عزیر اسدخیل

دځانګړيو موضوعاتو په ځانګړيو تفسيرونو او جامعو علمي تفسيرونو سربېره تفسير او مفسرين په دوه ډوله دي :
١ – تفسير بالمأثور.
٢ – تفسير بالرأى.

تفسير بالمأثور

تفسير بالمأثور هغه تفسير ته ويل کېږي، چې د قرآن تفسير د رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو او د صحابه ؤ او تابعينو په آثارو شوى وي .
د رسول الله صلى الله عليه وسلم، صحابه ؤ او تابعينو په وخت کې دقرآن کريم تفسير له سينو يو بل ته نقلېده، بيا د حديثو د تدوين په وخت کې محدثينو د حديثو په ترڅ کې د قرآن کريم د تفسير احاديث هم راټول کړل .
په لومړيو کې څه پاڼـې او اجزاء ځينو راټول کړي وو. وروسته د تدوين په پړاوونو کې ځانګړي تفسيرونه وليکل شول؛ خو ډېرو پکې د صحيح، ضعيف، موضوع او اسرائيلياتو ترمنځ توپير ونه کړ. نو په مأثور تفسير کې هغه د باور وړ دي، چې په صحيح سند رانقل شوي دي. لکه دامام بخاري، ابن جرير، بغوي،ابن عطيه، ابن کثير، قاسمي، شنقيطي …. رحمهم الله تفسيرونه .
تفسير بالماثورکې ځينو محدثينو دنوروحديثو په ترڅ کې د”کتاب التفسير” په نامه دتفسيراحاديث راټول کړي دی. لکه : د صحيح بخاري ( کتاب التفسير ) اوځينو ځانګړي تفسيرونه هم ليکلي دي .
د تفسير بالماثور په لومړنيوکې دالاندې مفسرين اوتفسيرونه مشهور دي :
۱ــ دسفيان ثوري رحمه الله تفسير.
۲ــ دسفيان بن عيينه رحمه الله تفسير.
۳ــ د وکيع بن الجراح رحمه الله تفسير.
۴ــ د شعبة بن الحجاج رحمه الله تفسير.
۵ــ د يزيد بن هارون رحمه الله تفسير.
۶ــ د عبدالرزاق صنعاني رحمه الله تفسير.
۷ــ د آدم بن ابي اياس رحمه الله تفسير.
۸ــ د اسحاق بن راهويه رحمه الله تفسير.
۹ــ د روح بن عباده رحمه الله تفسير.
۱۰ــ د عبد بن حميد رحمه الله تفسير.
۱۱ــ د ابوبکربن ابي شيبه رحمه الله تفسير.
له دوی وروسته بيا دالاندې مفسرين دتفسير بالماثور نوميالي امامان دي :
۱ــ امام احمدبن حنبل رحمه الله .
۲ــ امام بخاري رحمه الله .
۳ــ بقی بن مخلد رحمه الله .
۴ــ ابن ماجه رحمه الله .
۵ــ محمدبن جرير رحمه الله.
۶ــ ابن ابي حاتم رحمه الله.
۷ــ حاکم رحمه الله.
۸ــ ابن مردويه رحمه الله.
۹ــ ابوالشيخ ابن حبان رحمه الله.

په تفسير بالماثورکې ځينې ځانګړي تفسيرونه دادي :
۱ــ جامع البيان في تفسيرالقرآن ــ د ابن جريرطبري رحمه الله .
۲ــ بحرالعلوم ــ دابوليث سمرقندي رحمه الله .
۳ــ الکشف والبيان من تفسيرالقرآن ــ دابواسحاق ثعلبي رحمه الله .
۴ــ معالم التنزيل ــ دابومحمدحسين بغوي رحمه الله .
۵ــ المحررالوجيزفي تفسيرالکتاب العزيز ــ دابن عطيه اندلسي رحمه الله .
۶ــ تفسيرالقرآن العظيم ــ د حافظ ابوالفداء عمادالدين اسماعيل بن عمربن کثير دمشقي قرشي رحمه الله .
۷ــ الجواهرالحسان في تفسيرالقرآن ــ د عبدالرحمن ثعالبي رحمه الله .
۸ــ الدرالمنثورفي التفسيرالماثور ــ د جلال الدين سيوطي رحمه الله .
۹ــ زادالمسير ــ د ابن الجوزي رحمه الله .
۱۰ــ فتح القدير ــ دشوکاني رحمه الله .
۱۱ــ محاسن التاويل ــ د قاسمي رحمه الله .
۱۲ــ اضواء البيان ــ د شنقيطي رحمه الله .
۱۳ــ فتح البيان ــ د صديق حسن خان قنوجي هندي رحمه الله .
په دې کې نسبتا ترټولوښه اوله خرافاتو او بدعي تفسير نه پاک تفسيرونه، دابن جرير، ابن عطيه، بغوي، ابن کثير، قاسمي، شنقيطي اوصديق حسن خان تفسيرونه دي .

تفسير بالرأى

تفسير بالرأى هغه تفسير ته ويل کېږي، چې په اجتهاد او قياس شوى وي. د دې دا مطلب نه دى، چې يواځې په خپلې شخصي رايې وي او نور د علمي بنسټونو هيڅ دخل پکې نه وي . بلکه تفسير بالرأى د روايت له تفسير نه دومره توپير لري، چې د عربي لغت او دلالت، د نزول اسباب، ناسخ او منسوخ او داسې نورو فنونو ته پکې زياته پاملرنه شوې وي.
تفسير بالرأى دوه ډوله دی :
يو هغه چې د عربي ژبې له قواعدو سره سمون خوري او له صحيح تفسير بالمأثور نه خلاف نه وي. دا ډول تفسير روا دى؛ خو د بالمأثور په څنـګ او تأيـيد کې .
دويم هغه دى، چې دشخصي او بدعي مذهبي غوښتنو په بنسټ وي، له شرعي دلا ئلو او تفسير بالمأثور سره سمون نه خوري، بلکه ترې خلاف وي او د عربي ژبې له بنسټونو سره اړخ نه لګوي. دا ډول تفسير ناروا او بېخي ناسم دى .
له لومړي روا ډول تفسيربالراي ځينې تفاسير دالاندې دي خوددې معنی دا نه ده، چې ګنې په دې کې هرڅه سم دي اوناسم پکې نشته. بلکه په ټوليز ډول ښه دي او وچ لانده دواړه پکې شته.
۱ ــ مفاتيح الغيب ــ د فخر رازي رحمه الله.
۲ ــ انوارالتنزيل واسرار التاويل ــ د بيضاوي رحمه الله.
۳ ــ مدارک التنزيل و حقائق التاويل ــ د نسفي رحمه الله.
۴ ــ لباب التاويل في معاني التنزيل ــ د خازن رحمه الله.
۵ ــ غرائب القرآن ورغائب الفرقان ــ دنيسابوري رحمه الله.
۶ ــ البحرالمحيط ــ د ابوحيان رحمه الله.
۷ ــ تفسيرالجلالين ــ د جلال الدين محلي او جلال الدين سيوطي رحمهما الله.
۸ ــ السراج المنيرفي الاعانة علی معرفة بعض معاني کلام ربنا الحکيم الخبير ــ د خطيب شربـيني رحمه الله.
۹ ــ ارشادالعقل السليم الی مزاياالکتاب الکريم د ابوالسعود رحمه الله.
۱۰ ــ روح المعاني في تفسيرالقرآن العظيم والسبع المثاني ــ د آلوسي رحمه الله.
تفسيرونه اومفسرين ډېرزيات دي، چې دټولو راوړل اوپرې بحث کول ډېرې اوږدې څېړنې ته اړتيا لري . مونږ دساري اوبېلګو په توګه ډېرنوميالي پکې يادکړل اوکه وخت مو ومونده، نو ان شاء الله په دې هکله به ځانګړې ليکنه وکړو.
له خيرالقرون نه را وروسته اوبياپه وروستنيو پېړيوکې فقهي اختلافونه اومذهبونه رامنځ ته شول، مذهبي تعصب زيات شو، دلغت، صرف اونحوې تدوين وشو، کلامي څېړنې اوشخړې رامنځ ته شوې، دفلسفې کتابونه راوژباړل شول، په مختلفوعلومو اوفنونوکې علمي مصطلحات رواج شول، بيا تصوف راپيداشو، اعتقادي اوبدعي فرقې پيداشوې اوهرچا هڅه کوله، چې دخپل فن، اند، ګروهې، تمايلا تو اورجحاناتو ترسيوري لاندې تفسير اونور کتابونه وليکي . دچا په تفسيرکې دلغوي تحقيق رنـګ زيات دی، چا فلسفي تفسير وليکه، چا د تصوف لورته توتڼـي ووهل، چاعقلاني لورته ترجېح ورکړه، ځينوبدعي فرقو ته منسوبوعلماؤ بدعي تفسيرونه وليکل…
خوله دې ټولوسره سره يې څه ناڅه چاڼ هم شوی اولا روان دی.که کره تفسيرونه ولولو، نونه د ناکره ؤ چاڼ ته اړتيا شته اونه يې مطالعې ته . بلکه داسلامي امت اړتياوې په پاکو اوکره تفسيرونو کې بشپړېږي، چې مخکې يې مونږ دځينو يادونه وکړه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close