دویاړ څلي (سومنات او غزنوي)

سومنات او غزنوي
د ابن کثير له قوله : سومنات د هندوانو تر ټولو لوی بت وو ، دوی د دې بت د زیارت او حج لپاره له لرې او نږدې ځايونو څخه پداسې عقيدې ورتلل لکه مسلمانان چې کعبې ته ځي ، هندوانو به د سومنات په مخکې بې شماره مالونه خيراتول .
د سومنات لپاره د لس زره کليو او يوه لوی ښار اوقاف خاص شوي وو ، خزانې يې له ډېرو مالونو څخه ډکې وې ، ۱۰۰۰ زر کسان د سومنات خادمان وو ، او درې سوه نورو کسانو به هلته د راتلونکيو حاجيانو سرونه خريل ، پدې سربېره درې سوه نور کسان وو چې د سومنات په دروازه کې به يې سندرې ويلې او ګډېدل به ، هغلته خاص ډولونه او شپېلۍ هم غږېدلې ، په زرګونو مينجوران د سومنا ت په اوقافو اوسېدل ، هر لرې هندو به دا هيله در لودله چې کاشکې يې د سومنات زیارت کړی وی .
الله جل جلاله د کفر د دې سترې ځالې ړنګولو ته سلطان محمود رحمة الله عليه خاص کړو ، سلطان ته چې د دې بت او د ده د عبادت کوونکو خبر ور ورسېدلو ، نو د دې د ړنګولو په تکل يې خپل لښکر ته د تيارۍ امر و کړ . هغه له غزني نه تر سومنات پورې د اوږدې لارې او د سومنات پر شاوخوا را چاپيرو بې شماره هندوانو پروا ونکړه ، يواځې په الله يې توکل وکړ او دېرش زره لښکر يې له ځانه سره روان کړ و . د سلطان لښکر د خدای په نصرت دا ستر مزل وکړ ، او سومنات ته ور ورسېدلو ، د هندوانو يو لوی لښکر يې مخې ته ودرېدلو ، او يوه ستره جګړه وشوه ، پدې جګړه کې د هندوانو پنځوس زره کسان مړه شول ، آخر د خدای دغه لښکر تر سومناته ور ورسېدلو ، سومنات يې مات او ځای ته يې اور واچولو .
ابن کثير فرمايي چې : ډېرو تاريخ ليکونکو دا خبره نقل کړې ده چې کله سلطان محمود سومنات ماتولو نو هندوانو ډېر مالونه ورته ومنل چې که سلطان دا ستر بت نه ماتوي نو دوی به دا مالونه ورکړي . د سلطان د لښکر ځنې مشرانو هم همدا رايه ورکړه چې مالونه دې واخلي او بت دې پرېږدي ، سلطان ورته ځواب ورکړ چې زه به استخاره وکړم ، بيا به تاسو ته ځواب درکړم . چې سبا شو نو سلطان ورته اوويل چې : ما پدې کار کې فکر وکړ ، ماته دا غوره ښکاره شوه چې د قيامت په ورځ دا آواز وشي چې : هغه محمود دې راشي چې بت يې مات کړی وو . لدې نه چې اواز را وشی چې : هغه محمود دې راشي چې بت يې د دنيايي غرض لپاره پريښی وو ، بيا يې دغه ستر بت مات کړو .
چې کله يې بت مات کړ و نو د هغه له پاسه ، منځ او شاوخوانه دومره ډېر سره او سپين زر قيمتي ملغرې را او وتلې چې د هغه مال په څو چنده وې کوم چې هندوانو سلطان ته د سومنات د پرېښودلو په مقابل کې منلی وو . ( البداية و النهاية : ۱۲ ټوک ۴۶۳ مخ د ۴۱۸ هـ کال په احوالو کې )
عبد الحی حبيبی (په تاريخ مختصر افغانستان : ۱۴۳ مخ کې ) وايي چې دا پيښه په ۴۱۶ هـ ق کې شوې وه . او ابن کثير بيا د ۴۱۸ هـ ق کال د پېښو په ترڅ کې د سومنات په هکله یاد شوي مطالب ليکلي دي ، خو ابن کثير د پيښې د تاريخ تعین ندی کړی ، دومره يې ويلي چې پدې کال خليفه ته د سلطان محمود رحمة الله عليه لیک راغی چې د سومنات د ماتولو ياد ونه يې پکې کړې وه .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close