دوی د نظامي او سیاسي شکست انتقام له چا اخلي؟

م.جمیل باور

الله تعالی د مسلمانانو او کافرانو تر منځ لارې ویشلې دي او هيڅکله کافران د مسلمانانو دوستان نشي کیدای. په افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو د وروستۍ صلیبي جګړې په پيل کې یرغلګرو او کورنيو ګوډاګيانو یې په ډېر مکر او فریب له ښکليو شعارونو څخه په ګټه اخيستنه خپل شوم اهداف په مخ وړل.

خو چې کله يې په نظامي ډګر کې ماتې وخوړه او دښمني يې دومره زیاته شوه چې نوره يې په سينو کې نشوه پټولی، د خپلې ماتې د غچ اخيستنې لپاره يې په ملکي وګړو او اولسي اهدافو حملې پيل کړې، چې نوې پيښه يې تېره شپه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د آب بازک په کلې کې رامنځته شوه.

د بې ګناه اولس (ښځو، ماشومانواو سپینژیرو) په ضد دغه وحشت کې ګوډاګیو عسکرو د اشغالګرو امریکایانو په مرسته د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې چې  درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د آب بازک د سیمې ملکي کسانو رسنیو ته ویلي چې د ملنګ په نوم د سیمې د یو ملاامام په کور تېره شپه چاپه لویدلې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون شل تنه شهيدان شوي او لسګونه نورټپیان دي.

داسي راپورونه هم شته چې د ملا امام کورته لومړی بمونه ایښودل شوي بیاچاودنه ورکړل شوې او یاده مرګ ژوبله اوښتې، د سیمې خلک وایي په همدغه سیمه کې له یاد وحشت وروسته ګوډاګیو اواشغالګرو د حاجي شاهسوار په نوم د سیمې د یوبل مخور په کور هم چاپه وروړې او په درانه مالي زیان اړولو برسېره یې ۱۳ تنه ملکي کسان هم له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.

د ناروا اشغال په ۱۸ کلني بهیر کې تر دې وحشتونو وړاندې هم، تقریباًهره ورځ او شپه د هیواد په ګوټ ګوټ کې ملکي افغانان په نښه شوي او درنه مرګ ژوبله وراړول شوې، خو په روان ۲۰۱۸م کال کې د ګډو وحشیانو دغه بربریت څو برابره زیات شوې دی.

دلته د افغانیت په نسل کشي پسې راغلي اشغالګر او مزدوران یې غواړي په دې ډول خپله هغه شرموونکې ماته پټه کړي چې د مجاهدینو په وړاندې یې خوړلې او د مجاهدینو انتقام له بې وزله اولسونو څخه واخلي، خو دوی باید پوه شي چې دا په مرګ عادي ملت دی او هر شهادت یې د لسو نورو په زړه کې د شهادت جذبه زرغونه وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close