دوی مجبوره ده چې پړه په پنجاب ور واچوي !

یاسر افغان

دتېرې جمعې په شپه د پنځسوه په شا اوخوا کې تنکېو ځوانانو ، چې سپیني اوسري ، پټي ېي په سر تړلي وی اوپه کلمه دلااله الاالله محمدرسول الله ، سره مزیني وی، دغزني په ستراتېژیک ښار هجوم وروړ په ډیرو لږو اوکمو امکاناتو ېي په ضرب دڅو ساعتونو کې دغزني ۹۰ سلنه خاوره ولکه کړه داچې دبرید کوونکو طالبانو تعداد به څومره وه داسې اټکل کېږی چې دپنځسوه په شااوخوا کې وه ،

اوپه یاد ښار کې چي دپولیسو اردو ملی امنیت اربکیانو اونور پرسونل تعداد زرګونو ته رسیږی ، چې تنها په غزني کې دملی اردو لیوا پرته ده چې دپرسونل تعداد یي پکی شا اوخوا ۲۰۰۰ تنه ښودل کېږی ،
تش لاسي طالبان په ښار راننوتل په خپل زړه دښار له منځه شاته شول له ځانه سره ېي سلګونه ټانګونه ، رینجري، زرګونه میله وسلۍ ، لکونه مرمۍ ، او نظامي توکی خوندي سیمو ته انتقال کړل ،

د ګډحکومت بلاک هاک جیټ ۵۲ بې پیلوټه څرخکو پولیسو اربکیانو امریکایانو سپیشل فورسو صفریک اوخادیانو خپل ټول زور اوبه کړ ،
خو دطالبانو دتوندي سیلۍ مخه ېي ډب نشواي کړای ،او نه ېي غزني ته کومه غزیدلي لار خلاصه کړه اونه ېي محاصره شوېو افرادو ته دمرستی لاس رسي وکړ ،
یواځې تشی لاپی او اوتی بوتی ېي غږولي ،

کله چې طالبانو دخپل تکتیک له مخی له ښار دشاتګ پریکړه وکړه نو میړنېو ځواکونو دمخته تګ دعوه شروع کړه او وویل طالبان مو په شا وتمبول ، وروسته دفاع وزارت ، داخله وزارت، اونورو ټولو ارګانونو په ډیر فخر دا اوازه خپره کړه چې دغزني ښار ته له پاکستانه پنجابیان راغلي ، وه بې له دې چې رسنېو ته یو ښکاره تصویري ، یا ویډیویي ، ثبوت وړاندې کړئ

دوی مجبوره دی چې پړه په پنجاب واچوي ځکه د دوی زرګونه فوج سره دقسما قسما طیارو چې په هر رقم وسلو مجهز ده ، څو تش لاسه زلمو په ګونډو کړ ،دښار له اکثرو برخو ېي وځغلول اکثره ولسوالۍ مهم دولتی تأسیسات ېي ترې ونیول
مجبوره دی چې رسنېو اونړېوالو ته یوه دخټي پوزه جوړه کړی ،ترڅو عامه اونړیوال ذهنیت بلی خواته واړوي
پای ..

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close