دوی ټول د کفر خادمان دي!

فاتح کاروان

له تیرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د دیني عالمانو په خلاف د ځینو حکومتي کرایي لیکوالانو لخوا سپکې سپورې او همدغه ډول د اسلامي فکر او علم خلاف د دوی له کرکې او تعصب نه ډک نشراتو ډیر زور اخیستې او په همدې سلسله کې پرون ورځ په اصطلاح د کابل ادارې د پارلمان د یوه وکیل ( حفیظ منصور) لخوا په علني ډول دا خبره کول چې په پوهنتونونو کې دې د اسلامي ثقافت د مضمون تدریس بند شي؛ دا ټول د یوې دسیسې او پروګرام برخه ده چې پیل یې له وخته شوی و خو اوس یې ډیر زور اخیستې.

د بي بي سي لخوا د کندوز د اشرف المدارس خلاف هغه شیطاني راپورتاژ به مو په یاد وي او هم به مو دغه نقطې ته پام وي چې څه ډول د آزادۍ او بي بي سي راډیوګانې بار بار داسې نشرات کوي چې موخه یې د دیني مدرسو، مساجدو او عالمانو بدنامول وي؛ دا هر څه یو تصادف نه بلکې یو قصدي او طرحه شوی عمل دی، د دغه قبیح عمل چې موږ یې په افغانستان کې د اسلام په خلاف د یهودو او نصاراو فعالیت بولو، تر شا د امریکایانو او د کابل ادارې د مهمو چارواکو په خاص ډول پخوانیو کمونیستانو او اوسنیو سیکولرانو تور لاسونه دي.

افغانستان چې ۹۹.۹ سلنه وګړي یې مسلمانان دي همدا شېبه پرې داسې یو حکومت مسلط دی چې په بشپړ ډول د کفارو غلام او خادم دی، نو طبیعي ده چې د اسلام دښمنان دغه ډول فرصتونه د لاسه نه ورکوي هغه دی پخپلو سترګو یې ګورو او په غوږونو یې اورو چې له یوې خوا رسنۍ په سلسله واره توګه د اسلامي مقدساتو توهین کوي، د اردو عسکر د امریکایانو په ملتیا مسجدونه او مدرسې د خپلو عملیاتو موخه ګرځوي، استخباراتي کړۍ د علماء کرامو ترور کوي او له بله طرفه د کابل ادارې د پارلمان وکیلان د اسلامي ثقافت د تدریس د بندولوغوښتنه کوي، دغه ټول فعالیتونه د اسلام د دښمنانو لخوا د اسلام او اسلامي شرعي حدودو د بدنامۍ لپاره ترسره کیږي، دا کومه وړه خبره نه ده تاسو به وګورئ که چیرته په رسنیو کې فعال د غربي ډیموکراسۍ مدافعان او د حفیظ منصور په څیر غرب زده ګان سزا و نه ګوري، نو نن خو دوی یو څو تنه دي او په ډار سره د اسلام توهین کوي، سبا به د دغه مفسدو او سیکولر عناصرو شمیره سلګونو او حتی زرګونو ته رسیږي، امریکایان به له اروپا او امریکا نه مرتد شوي خلک راولي او دلته به یې د مدني فعالانو، لیکوالانو او حکومتي چارواکو په نومونو خپلو ګټو ته استخداموي چې بیا به یې هم لومړی ګوزار په اسلام او اسلامي شعایرو وي!!

فکر وکړئ نن دا ولس د کابل ادارې څخه دا نه غواړي چې د عامه امن د راوستو او د فساد د ورکېدو لپاره باید شرعي حدود پلي شي، خو حکومت د خلکو له دغه سکوت نه اعظمي ګټه اخلي او په منظم ډول هغه کسان یو یو رامخته کوي چې د اسلام ضد فکر لري، کله رسنیو ته وایي چې دیني عالمان بدنام کړئ، کله خبریالان داسې راپورونو جوړولو ته هڅوي چې په هغې کې دیني عالمان، مدرسې او دین په بد ډول انځور شوي وي او کله بیا د پارلمان چارواکو ته عام تام اجازت ورکوي چې خپل خوسا افکار د حکومتي سهولتونو څخه په استفاده نورو خلکو ته ورسوي، خو دا ولس دی خدای جل جلاله له دې دروند خوب نه راویښ کړي چې دښمنان وپیژني او خپل مسؤلیت درک کړي.

اوس باید ټول افغانان پوه شي چې د امریکا، جرمني، انګلستان او فرانسې سفارتونه، د کابل امریکایي پوهنتون، د پي آر ټي او افغان ـ جرمن ټولنې، زیاتره مدني؟فعالان، د امریکایانو او بریطانویانو لخوا استخدام شوی رسنۍ، د کابل د پارلمان ځيني چارواکي لکه حفیظ منصور، د ارګ فیسبوکي ګروپ او زیاتره بلکې ۹۵% سلنه مؤسسات ټول په ګډه د امریکایانو په مالي مرسته او د واتیکان په رهبرۍ د اسلام پرضد فعالیت کوي او مهم هدف یې په افغانستان کې د کفر ترویج او د یوې داسې ټولنې رامنځته کول دي چې واک او چارې به یې مرتدین او سیکولران سمبالوي او هر ډول اسلامي فعالیت به په کې جرم بلل کیږي، هغه دی اشغالګر امریکایان او داخلي لاسپوڅي یې په تدریجي ډول خپل اسلام ضد شیطاني فعالیتونه مخته وړي نور نو چې ولس نه راویښیږي خدای جل جلاله دی یې مل شي.

د نړیوال کفر د بشپړ زوال او اسلامي نظام د قیام په هیله!

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close