ديو شمېر لوړپوړو چارواکو لخوا د نظام د بديل هڅې روانې دي

د څو مياشتو راپه دېخوا چې د کابل په مرکز او ولاياتو کې نا امنيو زور اخيستی، دا ادعاوې کېږي چې په امنيتي ارګانونو کې د ناټو سره او هم په خپلو منځو کې د دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو ترمنځ همغږي له منځه تللې ده . که څه هم د کندوز ښار چې د دولتي ځواکونو د لاسه ووت او بيا وروسته د کندوز دښاريانو په بمبارولو ونيول شو . د نورو لاملونو ترڅنګ يې يوه د امنيتي ارګانونو د مسولينو او ناټو د جنرل او نورو دفاعي هوايي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نه لرل و، چې په کم شمېر وسله والو طالبانو په کندوز کې له دولتي ۷۰۰۰ ځواکونو څخه ښار ونيوه . اوس چې د څه مودې راپه دېخوا په کابل ښار او نورو يو شمېر ولاياتو کې نا امنيو د چارواکو اندېښنې راپورته کړې يو پر بل يې باور هم له لاسه ورکړی دی. د چارواکو ترمنځ د بې باوريو او د نوو هڅو چې د نظام د بديل لپاره پيدا شوي ، يوازې د چارواکو نه بلکې د ډاکټرعبدالله او اشرف غني د واړو انديښنه يې زياته کړې ده . هغو کسانو باندې چې په هېواد کې د ناظم د بديل شکونه شته دا شکونه هم په خپل ځای دي ؛ ځکه د ننګرهار ، کونړ او غور په څېر په يو شمېر ولاياتو کې د نوو راپيدا شوو وسله والو ډلو په موجوديت او دهغوی په مقابل کې د عملياتو کامياب اقدام نه کول دا ثابته وي ، چې د نظام د بديل لپاره يو څه هڅې رواني دي ، چې د وخت په تېرېدا د جګړو په زياتوالي به د اشکونه په يقيني او باور بدل شي. په بروکسل کې د ناټو وزيرانو په افغانستان کې د څو مياشتو زياتېدونکو نا امنيو په اړه هم بحثونه وکړل، چې د بروکسل د غونډې د اعلاميې په اساس افغانستان سره بايد تر۲۰۱۶ز پورې د پوځونو د روزنې او مرستو په اړه غور وشي ترڅو په افغانستان کې د نورو زياتېدو نا امنيو مخه ونيول شي . ښايي د افغانستان د نا امنيو او يا نظام د بديل د انديښنې له امله په راتلونکي ميلادي کال کې بله غونډه د جولای په مياشت کې په پولينډ کې وشي.

که په افغانستان کې د نظام د بديل دهڅو مخه ونيول شي. دا انديښنه شته چې موجوده نظام په خپل حال پاتې نشي؛ ځکه د دفاع  وزارت سرپرست معصوم ستانکزي هم په دې اعتراف وکړ چې د يو شمېر لوړ پوړي چارواکي د موجوده نظام د بديل په اړه هڅې کوي. ستانکزي د لته په کابل کې يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل : مونږ بايد دنظام د جوړښت لپاره هڅې وکړو ، نه د نظام د بديل هڅې . ستانکزي په ښکاره پرچا د اعتراض ګوته لکه نکړه ، خو په اشاروکې يې د موجوده نظام کورني مخالفين يادکړل ، چې په داخل کې د يو شمېر کړيو مقصد همدا خاموش سياسي اپوزسيون څرګنديدای شي. داچې په هېواد کې به نوې راپيداشوې ډلې په ډېرښت د نوي نظام بديل رامنځ ته کېږي اوکه خاموش اپوزسيون به اقدام کوي دا پوښتنه به د وخت په تېرېدو او د چارواکو کړنې ځواب کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close