دپلچرخي زندان دبندیانو ستونزي اوغوښتني داساسي قانون په رڼا کي

لیکوال حافظ عمري اسیر

اساسي قانون کوم چي دنړیوالو او ملي قوانینو مور بلل کیږي هر چاته مسلم حق ورکوي ،هر وګړی اوهر شخص دقانون اساسي په هنداره کي خپل ځان کتلاي شي.

کومه فیصله چي ضمیمې اویاپه اصطلاح شمارۀ یک شوې وې اویاهم په ملي رسمي اویاغیر رسمي جریدو کي کوم قوانین زیات شوي وې دقانون اساسي په وړاندي بیاهم کوم خنډ نه شي جوړیداي.
دملي شوري اویاپه اصطلاح د ولسي جرګې په لاس تشکیل شوي قوانین کوم چي داساسي قانون سره په ټکر کې وي اویاهم داساسي قانون په اصولنامو کي اصل اونقل ونه لري رئیس جمهور کولای شي چي په بیړنیو حالاتو کې یې لغوه  اوپر وړاندي یي داساسي قانون اصل ته مراجعه وکړي.

چي بیلګه یې موږ دحزب اسلامي دبندیانو ایله کیدل راوړلاي شو دحزب اسلامي بندیانو هم ددولت په وړاندي دولت ضد وسلوال فعالیت کاوو، مین ګزاري، ،انفجار اوانتحار یي ترسره کړي وه سره له دي چي شمارۀی یک اویاهم دقانون ضمیمي د دولت ضد وسلوالو په وړاندي د ۳۵۰ ماده تشکیل کړې وه چې له مخې ویل شوي وو باید هرهغه څوک چي ددولت په وړاندي یي جګړه کړي وي ددولت پر ضد یي اسلحه اخیستۍ وي باید درئیس جمهور دعفوي اوتخفیف له فرامینو مستثناء شي.
خوبیاهم دحزب اسلامي دبندیانو په وړاندي دضمیمي حکم مات شو په قانون اساسي باندي عمل وشو.

اوس دلته دبندیانو داعتصاب دعمده مادو لیست را اخلو اوارزوو یي چي دقانون اساسي داصولنامو له شرایطو اومادو سره موافق دي اوکه مخالف؟
د زندانیانو عمده غوښتنې په لاندې ډول دي.
اوله غوښتنه: کوم فرمان او تخفیف چې د کال په مبارکو ورځو کې د ریس جمهور له لوري ورکول کېږي؛ باید استثنا پکې نه وي؛ ټولو بندیانو ته بې توپیره ورکړل شي.

دوهمه غوښتنه: په فرامینو او تخفیفو کې دي د نصف قید ماده لرې کړل شي.
دریمه غوښتنه: تقویتي تخفیفونه باید بندیانو ته تطبیق او ورکړل شي.
څلورمه غوښتنه: دلته ډیری بندیان په اعدام محکوم دي کلونه کلونه بې سرنوشته پراته دي موږ په کلکه غواړو چې داعدامیانو سرنوشت معلوم شي او اعدام یې په قید بدل؛ او رسمي ورقې د سند په توګه ورکړلې شي.

پنځمه غوښتنه: د صعب العلاج او کبر سن (سپین ږيري) بندیان چې هر ځل په فرمان کې اعلانېږي؛ خو ازاد شوي نه دي؛ باید له خپله حقه برخوردار شي.
شپږمه غوښتنه: لکه څنګه چې قانون ده چې بندي باید د قیدټاکلي موده په خپل ولایت کې تېره کړي؛ باید له مرکزي زندان د پلچرخي نه دي ولایتونو ته تبدیلي ازاده شي.

اوس اوله ماده راخلو وبه ګورو چي داساسي قانون له اصولو سره موافقت لري اوکنه ؟
داساسي قانون کتاب دیارلسمه صفحه دوهم فصل داتباعو حقوق او وجایب و تر عنوان لاندي دوه ویشتمه ماده رااخلي چي لیکي دافغانستان داتباعو تر مینځ هر رنګه تبعیض اوامتیاز منعه دی د افغانستان اتباع ښځي او نارینه دقانون په وړاندي مساوي حقوق اووجایب لري.
دهمدي مادي په اساس بندیان اعتراض کوي چي ولې باید توپیر وشي؟ سره له دي چي په قانون اساسي کي هر وګړی پوره ونډه اومسلم حق لري!

دوهمه ماده چي دنصف قید ماده باید لغوه شي؟
دقانون اساسي په نوم کتاب اته دیرشمه38 صفحه کي اتلسمه ماده لیکي رئیس جمهور کولاي شي محکومینوته په جزاکي تخفیف اویاعفوه وکړي. اوهمدارنګه په یاده صفحه کي دشپاړسمي 16 مادې لاندي لیکي چي رئیس جمهورکولاي شي قوانین اوتقنیني فرمانونه توشیح کړي همدارنګه دقانون په رسمي جریده کتاب کي په دوه سوه اوه اویا277 صفحه کي تردوهمي فقرۍ لاندي لیکي چي رئیس جمهور کولاي شي چي محکومینو ته دري پرڅلورو زیات نه تخفیف ورکړي.

دریمه ماده چي دتقویتي تخفیفونو ورکول؛
همدارنګه په یاده صفحه کي دشپاړسمي 16 مادې لاندي لیکي چي رئیس جمهورکولاي شي قوانین اوتقنیني فرمانونه توشیح کړي!
څلورمه ماده چي داعدامیانواعدام باید په قید بدل شي؛

اساسي قانون لیکي هیڅ سیاسي بندي چي مقتول یي معلوم نه وي اویاهم معلوم وي مګر دشخصي ګټي په پار یي نه وي وژلي داعدام سزا نشي پري واردیدلاي اوځیني وخت اساسي قانون اجازه ورکوي خو بیاهم رئیس جمهور کولای شي داضطرار په حالت کي داعدام سزا په قید بدله کړي.همدارنګه اساسي قانون دسیاسي بندیانو لپاره ځانګړې فقرۍ تشکیل کړي دي چي داتلسمي فقرۍ په اوږدو کي دڅلور شپیتمي 64مادې لاندي لیکي رئیس جمهور کولاي شي چي محکومینوته دعفوي فرمان ورکړي

پنځمه اوشپږمه مادي خو واضحي دي!

اوس راګرځو دیوې پوښتني جواب ته !
د پلچرخي زندان ته داعتصاب په اوږدو کي چي دمرکزي حکومت کوم پلاوي راغلي دي په مکرر ډول یي په دي خبره ټینګار کړي اوویلي یي دي چې ستاسي پورتنۍ مادي دقانون تر تعدیل پوري اړه لري او دقانون تعدیل دملي شوري اویاپه اصطلاح داولسي جرګۍ کاردي او اولسي جرګه دڅلویښتو ورځو لپاره تعطیل ده نوځکه تر رئیس جمهوره پوري هیڅ څوک نشي کولاي چي ستاسو ستونزو ته جواب ووایي!

موږ دجواب په توګه ویلاي شو چي دقانون اساسي دنهه اویایمي 79 مادۍ له مخي حکومت کولاي شي چي دملي شوري دتعطیل په صورت کي تقنیني فرمان ترتیب کړي تقنیني فرمان درئیس جمهور ترتوشیح وروسته دقانون حکم پیداکوي.
پاي
اخوکم في الله اسیر الاسلام حافظ عمري اسیردڅرخي پله له کرغیړن زندان نه

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close