دپلچرخي زندان شپي اوورځي،【2】دوهمه برخه

 

لیکنه، حافظ عمري اسیر
اوس په داسي حال کي چي دکمونیستانو دحکومت هیڅ اثر اونمونه نسته
اودهغوي تیروطنان لیدونکي اولوستونکي اودهغوي فوځونه اوجنرالان ټول دغربي امپریالیزم په خدمت کي په واقع دي اوددوي پخواني شعارونه اوس هم دپلچرخي په دیوالونو باندي لیکلي دي چي وایي
مرګ بر امپریالیزم جهادي
زندآباد انقلاب سرتاسري کاربران جهان
چي هیڅوک نه پري پوهیږي چي داشعار چالیکلي دڅه لپاره یي لیکلي اومراد له امپریالیزم نه څوک دي
خوپلچرخي دادظلم کور پرون هم دمسلمانانو دآه اودماتم ځاي وو دمظلومو افغانانو دبي آسریو کور وو او نن هم دمسلمانانو دآه اوماتم ځاي دی
پرون هم دمسلمانانو خویندي اومیندي دپلچرخی په دروازه باندي داوښکو او غمونو اوفریادونو سره ولاړي وۍ اونن هم دمسلمانانو خویندي اومیندي دپلچرخی په دروازه کي هره ورځ دانتظار په حال کي ولاړي دي دویر ځولۍ یي غوړولي دي خو دادسرو لښکرو روزلي پاتي شوني اوس بیابله ظالمانه حکمراني چلوي ترنوي عنوان لاندي هماغه پخواني مظالم پرخپلو هیوادوالو دیو څو پیسو اوډالرو په عوض کي ترسره کوي نه یي په چا زړه خوږ شي اونه هم دچا دآه اوفریاد نه متأثره کیږي بلکي زړونه یي دکاڼو غوندي کلک ګرځیدلي دي نرمي اوګرمي اوښکي به څنګه ددوي ډبرین زړونه نرم کړي ترڅو دترحم هیله پکي پیداشي
پایوازي،
آفتابي،
وینګ،
موجودي،
تلاشي،
قروانه،
ګزمه،
دریش،
امنیت،
اولچک ،
قفس،
قلف،
زنځیر،
قمچینه،
اعتصاب،
اعتصاب غذائي،
کوټه قلفي،
تعریه،
اوداسي نور…
داهغه اصطلاحات دي چي دپلیچرخي په مدرسه کي یي سړی نوي ذده کوي دلته هره اصطلاح خاص مفهوم اوخاص تعبیر لري چي په نورو ځایونو کي چنداني څوک نه پري پوهیږي
دپایوازۍ په هکله زیات مشکلات موجود دي
اول .داچي هره ورځ دپایوازي اجازه نسته په دوو هفتو کي یوواربندي حق لري چي یو څوک یي پوښتنه وکړي

دوهم .داچي په معینه ساعتونو به دپایوازي لپاره انتظارباسي که چیري په ټاکلي وخت پایواز ونه رسیږي په لاره کي کوم مشکل ورته پیداشي ضرورت ورپیښ شي اویاموټر ورخراب شي بیاهم نشي کولي چي له خپل بندي سره وویني پنځلس ورځي وروسته به بیادپایوازۍ لپاره زحمت کاږي
دریم .داچي په دروازه کي مؤظف پولیس چي دپایواز پرلاسونو امضاوي ورکوي اویایي په بایمیتریک کي دویني ګروپ ثبتوي هغه ته به رشوت ورکوي یعني نقدي پیسۍ اخلي
څلورم .داچي هاڅوک چي خپل بندي ته یي څه میوه اوډوډۍ راوړي وي دهغې هدیې نه به دموجوده مسؤولینو اومؤظفو پهره دارانو برخه ورکوي
یوه زړه ښځه چي دپایوازي په قطارکي ولاړه وه اودتلاشي پولیسي صاحب منصبي تري نه پوښتنه وکړه
مادر ازکجا آمدي؟
دي ورته ویل ازکاپیسا بچۀ اش
صاحب منصبي ورته ویل براي ما توت وچارمغز نه آوردي؟
دي زړي ښځي چي له زړه نه یي یوخداي خبر وه ورته ویل. پچۀاش خدابچۀی توراهم بندي کند که تو هم زیاد توت و چارمغز بخوری اففففففففف
همدارنګه په 2018/7/29 تاریخ دتیري دوشنبي په ورځ دپایوازي لپاره راغلي زنانو له ځان سره دخپل بندي ورور جان اویابندي بچي لپاره خوراکي توکي اوترکاري رااخیستي وه چي مؤظف عسکر ورته وویل چي
خوهر جان کمي ترکاري براي من بماند
ښځي په جواب کي انکار وکړ سم دلاسه عسکر ورباندي وار وکړ اوهمدا زنانه چي دبندي بچي اویابندي ورور لپاره یي ترکاري رااخیستي وه په څپیړو ووهله کله چي زنانه خپل بندي ته رسیږي په لويو لویو نعرو ژاړي اوبندي ته یي کیسه وکړه چي زماسره خو عسکرو داسي دبي حرمتۍ عمل وکړ بندیان چي اکثریت اسلامپال دي اودخپل ناموس نه په هر حال کي دفاع ته ژمن دي اګر چه په زولنو کي تړلي هم واوسي دتکبیر په نعرو یي تظاهرات شروع کړل اوپه بدل کي یي بیاعسکر هم ونیول له عسکرو سره یي هم ورته بلکي لاسخت دبي حرمتي چلند وکړ چي دریشي یي ترينه وایستلي اولڅ لپړ یي ایله کړل تر څو دبل وخت لپاره ورته دعبرت سبق شي
دایو نمونه ده چی دیوي زړي ښځي اویا دمظلومي خورکۍ دزړه دآه پغان اوددرد قیصه ده
دداسي قیصو اوورته مناقشو غوندي په سلهاؤو اوزرهاؤو مثالونه چي یوبااحساسه اوبادرکه څوک دپلچرخي په دروازه ننوځي اوري اوویني یي غمناکي تعجبي قیصي اوري

پنځم .داچي دلته به په خاصو اومختلفو تلاشیو باندي تیریږي اوداتلاشۍ هم اکثریته بلکي کاملاً په غیر اخلاقی اوغیر انساني ډول باندي دي چي دهغه بیان دلته دنزاکت په لحاظ مناسب نه دي !
شپږم .داچي مختلفي ټاپۍ اوامضاګاني به په لاسونوکیږي اوپه هره دروازه به خاص ارقام او خاص امضاءکیږي اوهرځاي به لاس ورښکاروي چي څوامضاګاني ورباندي شوي دي
ترڅو چي دخپل محبوس دملاقات مقام ته رسیږي نوتیاره لکه دځمکو دقوالو سند دلاس دمړوند صفحه یي امضاګانو نیولي وي
اووم .داچي دیوساعت اونیم ساعت دملاقات لپاره به ټوله ورځ بلکي دري ورځي به بیکاره تیروي انتظاربه باسي اوله روزانه کاروبار نه به وتلی وي
اوس راځو ګورو چي دډیموکراسي دعوه لرونکو ته حیوانان زیات قدر لري اوکه باکرامته پتمن انسان چي هم عالم دي هم حافظ دقرآن دي هم دهیواد اصیل بچی دي مجاهد دي کوم یوه ته زیات ارزښت ورکول کیږي انسان ته اوکه بالمقابل حیوان ته راځئ چي مقایسه وکړو

دبندیانو مقایسه دکابل دباغ اوحش سره
ددي غربي ډیموکراسي دتیروطنانو اودعوه لرونکو نه سوال کیږي چي ولي دباغ اوحش کتنه دپلچرخي تر پایوازي آسانه ده
راځئ چي دپلچرخي بندیانو ته دکابل دباغ اوحش دلیدني اوسیل قیمت ورکړو اودهغه په سترګه ورته وګورو راځئ دي مظلومو انسانانو ته انساني حقوق پریږدئ حیواني حقوق ورکړئ
موږ دوي ته پیشنهاد کوو لکه څنګه چي دباغ اوحش دسیل لپاره ټیکټ وضعه شوی دي اوخلګ دیوه ټیکټ سره په آسانۍ باندي په ټولو قفسونو ګرځي هرځاي چي یي زړه وي هلته ګرځي اوراګرځي دپلچرخي دپایوازي لپاره هم یوټیکټ وضعه کړئ

باغ اوحش ته چي هرڅوک ورځي هغه دلسو اوشلو روپو ټیکټ واخلي اوپه آذادي سره هر قفس کي چي ګوري اوپه هر قفس کي چي دکوم حیوان سیل کوي کولاي یي شي

کله چي داحق دباغ اوحش حیواناتو ته ورکوي چي هرڅوک یي په اذادي سره دپنځو اولسو روپو په ټیکټ اخیستلو سره دهغو سیل کولاي شي
په دغه حق باندي دپلچرخي زندان دبندیانو په اړه ولي نه یاست قائل چي هر څوک یي په آسانۍ سره سیل وکړي؟

آخردقفسونو ترشاخودي مظلوموانسانانو ته دخلګودملاقات اجازه ورکړئ چي هرسړی یي په آسانۍ ولیدلاي شي

ایا داټول محدودیتونه چي الایده قانون موورته جوړکړي دی دیوعالم مادوسره اودیوه بندي پایوازي چي پنځلس ورځي غواړي اوپنځلس ورځي به ورته انتظار باسي اودوي دري ورځي به له روزمره کار اوروزګارنه وتلی وي
اوبیا چي په دروازه داخلیږي په سلهاؤ بلکي په زرهاؤ رشوت به ورکوي هادموټر اودلاري کرایه خولاپریږده ترڅوچي یوساعت اویانیم ساعت دیوبندي ملاقات وکړي
دادکومي ډیموکراسۍ مقتضاده چي باید داسي وشي اوپه ملت دي یوداسي تریخ حالت راشي

خوراځئ آسانه خبره ده نوم ورباندي دباغ اوحش کښیږدئ ټیکټ ورته وضعه کړئ اوهر څوک چي یي ملاقات ته راځي وردي شي
موږ پیشنهاد کوو چی دی بندیانو ته دباغ اوحش دحیواناتو حق ورکړئ اوبس نور نه دکوم تخفیف هیله کوو اونه هم دعفوي اوترحم
خودادآذادي دعوه لرونکي ستمګران اودادغرب په پالیسي باندي تیر وتلي ایجنټان کله هم دانه غواړي چي داملک دي بي ظلمه بي ستمه پاتي شي څومره چي داورلمبي پري ګرمیږي هغومره دوي دادظلم تنور ورته ګرموي
یومسلمان اویو بشر چی په کومه نوعه زوریدلاي شي دوي یي دزورولو هڅه کړي او وس یي نه دي سپمولی

کنه دهمدوي دجعلي قانون پرمقتضاباندي دسزا لایق خو هغه څوک دي کوم چي دجرم له امله زندان ته لویدلی دي اوهیڅ کوم شخص دبل شخص په جرم نشي نیول کیداي ولي پایواز دقانوني اویادډیموکراسي په وړاندي دمجرم په جرم ورسره وزوریږي

خوهسي نه ده بلکي داقانون دجابرانو اودستم فکرو په شخصي اوبي بنسټه افکارو اورأیو جوړشوي دي په دي کي کله هم دانسانیت بشریت اسلامي تمدن اسلامي اوبشري تهذیب اوهمدارنګه دچا داحترام اولحاظ برنامه نه ده مراعت شوي
بلکی له سره یي په رأس الامر کي داسلامي فکر اواسلامي اساساتو اوعنعناتو ثبت نسته

اخوکم في الاسلام اسیر الاسلام حافظ عمری اسیر

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close