دپل چرخي زندان شپي اوورځې

لیکنه: حافظ عمری اسیر

دپلچرخي زندان چي دکابل ښار په شمالي طرف بګراميو ولسوالي کي موجودیت لري د پخواني واکمن سردار داؤدخان په وخت کي یي بنسټ اېښودل شوی

د غم د دې کور په نوم اخیستو سره هرمسلمان ته دزرهاوو غمناکو پیښو اوویرجنو غمیزو تاریخ ور په یادیږي.

کله چي دپلچرخي نوم یاد شي نودپلچرخي کوچنی ښارګوټی دسړي ذهن ته نه راځي،دارزان قیمت کلي اوکور اوشاوخوا خلک چی هلته میشت دي هغه دسړي په ذهن کي نه راځي، بلکې دپلچرخي دنامه سره دپلچرخي دظلمونو تورداستان، دزرهاؤوشهیدانو داستان، دپلیګون دشهیدانو داستان، دکمونیستانو اوملحدانو دظلم اودستم طغیان دوره اودهغوي کارنامي دسړي ذهن ته راځي.

دسرو کمونستانو له شړلو وروسته دافغانستان دخلکو دا امید وه چی یاد زندان به دمجاهدینو په کامیابۍ سره بیادظلم اوستم دآه اوفریادنه خلاص شي ، بیابه دظلم هتکړۍ اودرنې اُوسپنیزي زولنې اواسپنیز ولچک به دکوم مظلوم لاسونو اوپښو ته نه ورلویږي دآه اوپغان ټغر به نور دتل لپاره ټول شي ،نور به دمظلوم له درده ډکې کریغي اومظلومانه سلګۍ نه اورو ، نوربه دچا سپین سرې مورکۍ دبندي لالي دیدن دپنجرو ترشا نه کوي او نور به ماشوم بچی دبابا بابا نعرې دزندان په توره دروازه کي نه وهي .

خو دا دغم کور دغم په ورځ جوړشوی دی!

دپلچرخي په توره دروازه اوس هم دپایوازې دقطارونو ازدحام دی زړۍ ښځې اوسپین سري میندي دبندي بچي دملاقات په هدف دانتظار په حال کي دظابط صیب آمرصیب دترحم په انتظار باندي ناستې وي ترڅو دخپل مظلوم اواسیر بچي دزړه دټوټې ددیدن لپاره ملاقات ورته میسر شي.

خو دا دکبر اوغفلت یونیفورمونه کله هم د دي احساس نشي کولای چي دکونډې مورکۍ په زړه کي کوم غم دی، په څه آسرو اوتکلیفونو دي ځاي ته رارسیدلي اودهرملاقات لپاره یې دپایوازي پیسې له چانه پور کړي دي ،چی د خپل لوی شوي شهید بچي دیتیم د پوښتنی لپاره چي اوس هم په زنځیرونو کی تړلی دی، پوښتنه وکړي.

اي دظلم کوره! ته دشهیدانو په وینو باندي موړ نه شوې!
اي دظلم ځایه ستا دپنځه څلویښتو کالو بندیان شهیدان زخمیان ،په زولنو کی وراسته شوي آیا د انسانانو غوښو اوهډوکو ستا ګیډه مړه نکړه؟

اې! اوس لا هم ستا په غیږه کي دهیواد اصیل بچیان (مجاهدین علماءکرام اوحافظان دقرآن اودینداره انسانان تنکي ځوانان سپینږیري) خلک شپي اوورځي تیروي
غواړم ستاسینه درخلاصه کړم ترڅو داسلام دنازولو بچیانو دحالاتو نه لیدنه وکړم .

ترڅو د داسې مظلومو انسانانو چي دالله په اسره پراته دي نه پایواز لري اونه دپوښتني څوک لري،احوال واخلم اودقلم په ژبه یي دنیاوالو ته ورښکاره کړم،دپنجرو په مینځ کي په زنځیرو تړلي انسانان چي دعادي انساني ژوند له امتیازاتو نه هم محروم دی دهغوي حال ته یوه لنډه کتنه وکړم.

ای دوحشت خونې! ستا هرقدم هره لویشت اوهر مقام دظلم اوستم داستان دی

ستالویشت لویشت، ستاهر قفس هر وینګ اوهردهلیز داستانونه دي ددي ملک دحسرت اودغم قیصي دي
کاش چي تاریخ نویسان دلته راتللاي ستا د دیوالونو هغه یادګارونه یي لوستي واي اوهغه یي درج دتاریخ کړي واي چي دیو مظلوم انسان دژوندانه اخیر خاطرات څه وو اوڅه یي لیکلي دي.

هریاداشت اوهر یادګاریي بیل داستان اوبیله قیصه ده
مختلف عبارت، مختلف عناوین ، په مختلفواشکالو او په مختلفو تعبیراتو باندي لوستونکي اولیدونکي ته په ذهن کي تاریخونه وریادوي او عبرتونه ورتازه کوي.

زه چي کله ستادهلیز ته راننوتم ها دلسم کال دجوزا دمیاشتي دشهیدانو متانت مقاومت اوبالمقابل دهغوی په وړاندي ددوښمن وحشت می سترګوته ودریدل
او دتیر جهاد دوخت هغه یولاک اوڅلورویشت (۱۲۴۰۰۰) زرو شهیدانو تاریخ مي سترګوته ودریدی چي څومره په ظلم اووحشت به شهیدان شوي وو.

کمونیستانو خو چي داسي قتل عام کاوه ، نه وو خبر چې یووخت به دوی په داسي حال کي ژوند کوي چي شعارونه به یې په دیوالو باندي بي لوستونکو پاتي وي.

د دوی دکمونیزم ستره امپراطوري به بیرته په شاباندي ګرځیدلې وي ،دهغوي غلام کمونیزم به بیا دکاپیټالیزم اوسیکولریزم په خدمت کي واقع وي اوپرځاي د دې چي دوی دشرقي قطب ګوډاګیتوب منلی وو یووخت به دوی دغربي قطب داستعماراودامپریالیزم ګوډاګیان ګرځیدلي وي.

دغه راز به یې شعارونه دمارکسیزم دفلسفې سره دتاریخ په زباداني کي پراته وي په لوستلو به یي خپله دکمونیزم ګوډاګیان لا شرمیږي
که دوي پوهیدلاي چي ددوی دکمونیزم عمربه دومره لنډ وي زه په دي باوریم چي دوي به داظلمونه نه وو کړي.

که دوی پوهیدلای چي ددوی د مارکسیزم فلسفه د سوسیالیزم اوکمونیزم نه به بیرته په کاپیټالیزم اوامپریالیزم باندي ختمیږي ،دوی به د دومره مظلومو انسانانو ککرۍ ژوندۍ ترخاورو نه وې لاندې کړې.
هغه انقلابي یون هغه د کارګر دعات اوچکوش مبارزینو چي پرون مسلمانان دپرونساریا دډریکسارۍ په نامه باندۍ وژل هغه چي خلک یي دډیموکراسي په نامه باندي وژل هغه په اوسني انقلاب کي دبوش اوبلیر غلامان شول.

هغه دکالي کور ډوډۍ شعار یي په خدا وطن وظیفه بدل کړ.

دهیواد اصیل بچیان په دین او اسلام مین خلک دتیر تاریخ په څېر یواربیا په زولنو کې دامپریالیزم دمشرانو دخوشحاله کولو په خاطر او څوډالرو دګټلوپه خاطر بیاراګیر شول دتیر په څېر یي یوځل بیا تعذیبونه تزجیرونه تهدیدونه آهونه اوفریادونه بیاراتازه کړل بیا به په اسلام دین ، وطن ،ناموس او قرآن باندې په خپل کور او خاوره کي ریښتیني مسلمانان بیاتعذیبوي .

دوی خو به ویل چي تاریخ برعقب برنمي ګردد.

نه پوهیږم چي دوی به نن څنګه تعبیر ورته کوي دا سیر اوګردش دتاریخ څنګه بیرته دکمونیزم اوکاپیتالیزم سیر اوفلسفي ته وروګرځیده او ولې په هماغه ډول مظالم بیاراتکرارشول؟

موږ ښه پوهیږو چي پرون یي هم دډیموکراسي په نامه خلګ وژل اونن یې هم په همدې نامه وژني صرف عنوان یي ورته بدل کړي دی.

خو دوی پرون هم دډوډۍ ،کالي او کور مزدوران وو اونن هم دیوی ګولې ډوډۍ لپاره مزدوران دي .

خو واسلام موږ ته ددي ښه تعریف اوتعبیر کړي دی چي

الکفر ملة واحدة

کفر ملت واحده دي یوملت دي مطلقًا کفر داسلام دوښمن دی اودمسلمانانو وینو ته تږی دی .
په هرنامه چي کولايی شي مسلمان ووژني دوي یي وژني
اوپه هره نوعه چي په مسلمان باندي په ظلم کولو قادر شي پري کوي یي.
برابره خبره ده خواه که دکمونیزم په نامه وي خواه که دامپریالیزم په نامه .
داسلام کور ددوی دغشوهدف اوپه مسلمانانو باندي یي عام یرغل راوا ګڼلی دی.

اخوکم في الاسلام اسیرالاسلام حافظ عمري اسیر
ایهاالمسلمون لاتنسونا من صالح دعائکم

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close