دپکتیاچارواکي: ۹۰ سلنه درملتونونو کې بې کیفیته درمل پلورل کیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۶)

د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت د مرکز ګردیز په درملتونونو کې ۹۰ سلنه داسې درمل شتون لري چې کیفیت یې خراب دی.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د څیړندویه پلاوي رئیس نور یاسین رسنیو ته ویلي، بې کیفیته دارو درمل په قاچاقي توګه له پاکستان هیواده واردیږي چې په وینا یې دغه دارو درمل نه یواځې دا چې ګټه نه لري، بلکې ناروغانو ته خورا زیانونه هم پیښه وي.

نوموړی زیاتوي، یواځې سږکال په دغه ولایت کې ۲.۵ ټنه بې کیفیته درمل لمنځه وړل شوي دي.
د دغه ولایت د روغتیا مسؤلین وایي، ۵۰ سلنه درملتونونه یې چې د فعالیت جواز یې نه درلود، تړلي دي .
بلخوا بیا د دغه ولایت یو شمیر دوا پلورونکي او د درملتونونو خاوندان وایي، دوی دوا له شرکتونو اخلي او د ډاکټر له نسخې سره سم ناروغ ته درمل ورکوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close