دڅمکنیو قومي مشران: خپل اقارب به د دولتي ځواکونو له لیکو را باسو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۳)

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکو او قومي مشرانو له طالبانو سره ژمنه کړې چې خپل نږدې دوستان او کلیوال به چې په امنیتي ادارو کې دندې مخته وړي، دې ته اړ کوي چې په امنیتي ارګانونو کې له دندې کولو لاس په سر او خپل عادي ژوند ته بیرته ور وګرځي.
دوی ویلي،

“ د سیمې خلک چې ورسره د مړی ژوندی عنعنات پالي، دغه راز ټول خپل خپلوان او نږدې دوستان به د امنیتي ځواکونو له لیکو را وباسي.“

دا پرمختګ داسې مهال منځته راغلی چې طالبانو د دې ولسوالۍ لواړه سیمه کې ټولې امنیتي پوستې له منځه یوړې اود لواړې په نامه بازار یې په تولیز ډول تر خپل کنترول لاندې راووست.
طالبانو د دې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې قومي مشران د دوی سیمیزو مسؤلینو ته ورغلي او دا ژمنه یې ورسره کړې.
تر اوسه د پکتیا ځایي چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا ولایت د مرکز په ګډون په زیاتره ولسوالیو کې پراخ نفوذ لري او سیمیز خلک په پراخه کچه د خپلو ستونزو د هواري او نورو قضایاو د حل په موخه ورته مراجعه کوي.په دط وروستیو کې د دې ولایت په احمدخیلو،  لجه منګل او زرمت ولسوالیو کې تر سلو ډیرو عسکرو خپلې وسلې پرځمکې ایښې چې ځینې یې له طالبانو سره یوځای شوي او یو شمیر نور یې عادي ژوند ته ورګرځیدلي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close