دډیموکراسۍ لومړنۍ قرباني.

قاري خالد

ډیموکراسي له دې پرته بل نظام ندی چې دین له سیاسته جلا کړي، تر تشریفاتو یې ځانګړی کړي او بیا چې واکمنان هره ناروا کوي، یو څو تالي څټ به توجیهات ورته لټوي
ډېر وړاندې مه ځئ؛ دڅنګ ګاونډی پاکستان مو ووینئ، هلته څه روان دي او حاکمه طبقه دکومو غیر اسلامي کړنو مرتکبه ده؟
کلونه وړاندې مې یو کتاب کوت، پر پاکستاني سیاسیونو لیکل سوی و
دیاد کتاب پر سند؛ دپاکستان پارلمان ته لاره موندونکي، ډېری سیاسیون په سکس سکېنډلز ککړ دي
تاسې وګورئ دپاکستان په نظام کې عقیدوي علماء کرام په کومو حیلو ـ پلمو کناره او له سیاست څخه وکښل سوه؟

راځم اصل مطلب ته؛ ستر داعي او سیاستپوه استاد محمدیاسر په خپله بیانیه کې دتېر جهاد مشرانو ته یوه توصیه کړې
استاد وایي؛ امریکایان غواړي له موږ، زموږ دین واخلي. هغه جهادي مشران چې تعصب او خودغرضۍ دطالبانو مخالفت کې د امریکایانو غېږ ته وغورځول او دکفر په درشل ودرېدل؛ په یاد دې ولري چې یوه ورځ به یې همدا امریکایان تجرید کوي، پلمې به ورته لټوي او بیا به یې په مختلفو حیلو وژني او زندانیان کوي.
ښکاره بېلګه یې مولوي عبدالحکیم مجاهد دی؛ ښاغلي مجاهد حق وویل او هغه څه یې وویل چې تر ده مخته، حفیط منصور هم ویلي ول؛ مجاهد ولې له دندې ګوښه کړی سو او حفیظ منصور تر دمګړۍ برحال وکیل دی؟

هغه خلک چې ښاغلي مجاهد صاحب غندلي او ستایلي؛ رښتیا هم همداسې ندي؟
همدا اوس هم، هر کال په اتلسم دسنبلې(چې دمسعود دمړینې ورځ ده) دکابل ښار دنظار شوری دپایلوچو دغویمنډ شاهد نه وي؟
دفهیم او رباني دمړینې په ورځ دکابل ښار له غیر مسؤلو وسلوالو ډک نه وي؟
عطاءنور او پدرام له افغانیته انکار وکړ، حفیظ منصور اسلام دترهګرۍ دین وباله او نورو اوباشانو یې امان الله خان په زغرده تحقیر او توهین کړ؛ نه له دندو ګوښه کړی سوه، نه یې پر زنداني کولو خبرې وسوې او نه پردي وبلل سوه.

که دطالبانو مقاومت ناروا وي؛ دشهید سردار دواد پر خلاف دمسعود مقاومت، په کوم دلیل روا مقاومت و؟
طالبان چې افغانستان یې دشمال او جنوب له تجزیې، او د بې بندوباره پاټکیانو، اوباشانو او قومندانانو له ناروا منګولو وژغوره؛ دسولې پریښتې ندي نو څه دي؟
مسعود دې ولس او وطن ته کوم خدمات کړي؟
کومه اتلواله یې کړې؟
چېرې یې په اسلامیت او افغانیت ننګ کړی؟
ددین او وطن دکوم دښمن سره یې جنګ کړی؟
اصلاً غربیان غواړي دنظار شوری په واک کې وساتي، ددین ټیکه هم دوی ته ورکړي، دمقاومت اتلان هم دوی معرفي کړي او عقیدوي او ریښتوني مجاهدین ددوی پر لاس ورو ـ ورو تجرید او له صحنې وکاږي.

که چېرې خدای مکړه امریکایي اشغال دوام وکړي، هر هغه چاچې دلته دجهاد او مجاهد نوم اخیستی، او اسلام او مسلمان په خوله کې اړوي را اړوي؛ تجرید کېږي به، زنداني کېږي به، او بیا به وژل کېږي.
ډیموکراسي زموږ ددین سره ټکر لري، زموږ د شعائرو پر ضد ده، زموږ دعنعناتو سره مخالفه ده او په ټوله کې ډیموکراسي هغه چاته دواک واګې په لاس ورکوي چې دهوس بنده وي او ددین سر سخت مخالف وي
هغه خلک په خوشباورۍ کې مبتلا دي او یا تجاهل عارفانه کوي چې په ډیموکراتیک نظام کې د اسلام څخه ددفاع ږغونه پورته کوي
دوی به یو پر بل پسې په مختلفو پلمو بدنامول کېږي او بیا به له نظامه شړل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close