دښار جوړولو وزارت یو مديرد ۲ ميليونو افغانيو د بډې په تور ونيول شو

کابل ټکی کام ( چهارشنبه  ١٣٩٤ لړم ٢۷/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۸)

د افغانستان لويې څارنوالۍ خبر ورکړی، چې د ښارجوړولو وزارت یوه مدير ۲ ميليونه افغانۍ د بډې اخیستنې په تور ونيوه او د همدې زارت یوتن لوړ پوړی چارواکی چې په اداري فساد تورن وه تښتېدلی دی.

دغه معلومات تېره ورځ د لويې څارنوالۍ ویاند بصيرعزيزي خبريالانو ته ورکړل، او زیاته يي کړه چې د لويې څارنوالۍ د کشف او څارنې ریاست د ملي امنيت ریاست په ملتيا مو معلومه کړه چې د ښارجوړنې مالي او د اداري ریاست مديرانو ۲ ميليونه افغانۍ بډې اخیستې وې چې ونيول شو ، او د همدغې ادارې رئیس په تېښته بریالی شو.

د اداري فساد له مبارزې سره د څارنې او ارزونې کمېټې رئیس راشد بهروز هم پدې اړه تېره ورځ معلومات ورکړل، زیاته يي کړه چې د یاد وزارت ۶ تنو رئیسانو دوسيې د اداري فساد په تور محکمې ته لېږل شوي دي، خو د لوي څارنوال نشتوالي له امله د پېښو جدي مخنيوی نشي کېدلی .

د یادونې وړ ده چې د ښارجوړنې وزارت کې د لوړ پوړو چارواکو د اداري فساد دوسيې څارنوالۍ ته ليږل شوي دي چې د شپږو رئیسانو په ګډون دوه برحاله مرستیالان او او د دغې ادارې پخوانی وزير هم په اداري فساد تورن معرفي شويي دی، خو تردې دمه په دې اړه محکمه هېڅ یوې فیصلې ته نه ده رسېدلې .

سلیم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close