دښمنان به قصاصیږي

شعر / خالق یار احمدزی
د هجران په تورو شپو کې پتنګان چې قربانیږي

د ستم په زولنو کې طالبان شهیدانیږي

د کابل په سردرو کې دهامان دستم شور دی
بیا بچي دي دبازانو قفسونو کې ځوریږي

د ایوب په څیر صابر د ابراهیم بابا بچیان دي
بس دحق په رسولو له خپل سره پرې تیریږي
په سپین غر کې شور او ځوږ دی پامیر کړي دي ګواښونه
د ابدال دي تاریخونه  غزنوي پرې خپه کیږي
د ملکو سپین لښکر دی زولانې یی په لاسو دي
بیا د بدر تاریخونه په ننګونو کې ښکاریږي
بدرګو ته دحسینو ستورو راغلل کاروانونه
د ښکلا سپیڅلی لمر مو ماښامونو کې ډوبیږي
بیا یې کوږ دستار تړلی را دانګلي یی میدان ته
طالب جان کړی تکل دی دښمنان به قصاصیږي
خالقیاره د دې کلي رقیبان دې هم خبر وي
د اغزیو چم مالت کې ګلابونه نه تنګیږي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close