دښوونځیو په ورانولو دملي یووالي دحکومت ټینګار

تبصره : مبصر

دهېواد اولسمشر محمد اشرف غني وړمه ورځ دمجاهدیو دبریا د۲۴کلیزې په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وویل : – دیوې ورځې دجګړې په مصارفو ډیر ښوونځي ودانیږي ـ دغونډې ټولو ګډونوالو په دی خبره خپله چوپتیا اختیارکړه خو یوه هم دا ونه ویل چې په کابل کې د تیرې سه شنبې دورځې د پیښې په غبرګون کې دی ویلې و: [نور به دجنګ ځوا ب په جنګ ورکوو او تراخره پورې به ددولت دمخالفینو سره جګړه کوو] هغه ورځ ورته دجنګ دیوې ورځې دتاوان معلومات چانه وو ورکړي او که دې ورته پام نه وو ؟

اولسمشر چې دیو شمیرجهادي مشرانو دنارضایتۍ څخه زیاته اندیښنه لري دتیرجهاد او مجاهدینو دکامیابیو ستاینه یې وکړه چې په همدی ورځ دمجاهدینو قربانیو رنګ راوړاو دتل لپاره په افغانستان کې کمونستي نظام ماتې وخوړه .

اولسمشر محمد اشرف غني کله ډیرې په زړه پورې خبرې وکړي خو کله بیا داسې نه جبران کیدونکې تیروتنه وکړي چې بیا که هرڅو خواري وکړي نه ېې شي ترمیم کولای.

دمجاهدینو دبریا په غونډه کې یی وویل موږامن غواړو او افغانان امن غوښتونکی اولس دی پرچاېې تیری ندی کړی تل پرافغان اولس تیری شویدی موږ سوله غواړو خو که څوک توره راپسې راباسي دتوری ځوا ب په توره ورکوو .

 اولسمشره دابه هم درسره ومنو خو که څوک درسره سیاست کوي او دعلمیت نه کار اخلی بیابه څه ځواب ورکوې؟  دملي یووالي په حکومت کې خو نه سیاستوال شته او نه علمي سټې که وای بیا نو ولي په خپل سیاست او علمیت ځان ددې ناورین څخه نه شي ژغورلای؟ .

بله ویناېې داوکړه چې موږ دافغانستان دسولې په اړه کوم بهرني هېواد ته امتیاز نه شو ورکولای، ډیره ښه خبره ده خو کاش ستاپه ټوله اداره کې دسولې دامتیاز اشخاص وای چې دادسولې امتیاز خپله دافغانانو په برخه شوې وای.

داولسمشر درېمه خبره هم ښه خبره وه وې ویل: که طالبان ددولت پرخلاف روانه جګړه دیني بولي په کابل کې دې دعلما کرامو سره کښیني قناعت دې ورسره وکړي ، خو اولسمشر دا ونه ویل چې دا په کابل کې موجود علما دلاړشي دطالب مشرانو سره دی وګوري، او هغوې ته دې په افغانستان کی دموجوده ملی یووالي دحکومت پرخلاف دجګړې نه کولو قناعت ورکړي. اوس خو دطالبانو ادرس هم څرګند دی  په قطر کې ېې خپل سیاسی دفتر دهمدې سیاسي اختلافاتو دحل لپاره خلاص کړیدی.

که دواړو خواو ته علما په افغانستان کی دسولې او جګړې نه کولو قناعت یوبل ته ورکړي بیا به داشرف غني په وینا یوه ورځ هم جګړه نه کیږی او ډیر ښوونځی به دجګړې په مصارفو ودان کړل شي .

ددې ډیرو ښوونځیو ودانولو لپاره دیوې ورځې وینا چې په یوه خاصه غونډه کې وکړل شي کفایت نه کوي ددې یوې ورځې جګړي په لګښت چې ډیر ښوونځي ودانیږي باید اولسمشر ډیرې هلې ځلې وکړي ډیرو علماء کرامو او قومي مشرانو سره دسولې په اړه مشورې وکړي ، سولې ته زمینه براره کړي ترڅو په افغانستان کی دیوې ورځې جګړې په لګښت ډیر ښوونځي ودان کړل  شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close