دکندز داکټرانو په شهادت د اکتوبر دریمه د ډاکټرانو نړیواله ورځ

ډاکټر خاموش

د ملګروملتونو په کچه په ټولنه کې د حقوقو لاس ته داوړلو کې چې چا قرباني ورکړې ، قربانیو ورکوونکو ته یوه ورځ ځانګړی شوي چې کال په کال په نړیواله سطحه هغه د قربانیانو نومول شوې ورځ په ستروغونډو سره نمانځل کېږي.  یا د کوم هېواد سره په نړیواله کچه نه هېرېدونکی ظلم شوی وي دهغه قربانیانو په یاد دنومول شوي برید اوظلم ورځ دتاریخ په پاڼو کې ثبت وي لکه د امریکا لخوا چې په جاپان اتومي برید وشو دهغه وحشت او دقربانیو ورځ دهیرشیما اونا ګا ساکي دقربانیانو ورځ جاپانیانو اونور نړیوال په ستروغونډو نمانځي . دارنګه په نړیواله سطحه نورې نومول شوې ورځې چې یا دخدمت اویا د قربانیو په ورکولو نومول شوي نمانځل کېږي مسلمانان داسلامي تاریخ مشهورې ورځې نما نځي ، لکه: د هجري ۸ مه ، د رمضان المبارک شلمه ، د مکې فتحه ، اوولسمه دبدر فتحه دارنګه حضرت ابوبکر صدیق، خضرت عمر فاروق، حضرت عثمان، دحضرت علي المرتضی، دحضرت حسین دشهادتونو اوفات اونورې اهمې ورځې یادې شوي دي.

په نړیواله کچه دجنوري ۱۴ دوینې ورکولو ورځ، ۳۰ د جزام ورځ – د فبروري یوويشتمه دمورنۍ ژ بې ، ۱۴ دحیا ورځ ، مارچ اتمه دښځو ، داپریل اوومه دروغتیا، دمۍ لومړۍ دمزدورانو ، نهمه دمور ، دجون لومړیۍ دماشومانو، ۳ د پلرونو، دجولای ۱۱ دابادۍ داګست ، ۱۹ دانسانیت سره دمحبت ، داکتوبر ۱۵ دکلیوالو مېرمنو ، د سپټمبر ۹ دمعزورانو ورځ او نورې ډېرې ورځې شته چې دلته يې یواځې  په میاشت کې یوه یوه ورځ دبېلګې په توګه ولیکل شوه.

دکندز پرښار او په ځانګړې توګه د ۱۳۹۴ روان کال دمیزان (تلې) دمیاشتې ۱۱ مه چې په روغتون دناټو هوايي وحشیانه بمباري وکړه دنورو ناروغانو علاوه يې پکې ۵۷ ډاکټران او د روغتون کارکوونکي ووژل په نړیواله سطحه د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر دمیاشتې د دریمې نېټې سره سمون خوري وروسته لدې به دکندز روغتون کې بې سرحده شهید شوو ډاکټرانو په یاد داکتوبر ۳ د ډاکټرانو ورځ به تاریخ کې ثبت او هر کال به د نورو نړیوالو ورځو په څېر په ستروغونډو لمانځمل کېږي . دکابل دغلامې او اولس دښمنه ادارې په اشاره د ناټو وحشیانو د کندز په روغتون کې په خدمت بوخت ډاکټرانو سپین لباس چې د د اکټرانو د ( روغتیا ) سمبول دی په خپلو وینو سور کړ. که په نړیواله سطحه نه وي یواځې په افغانستان کې سره له دې چې افغان ولس له سره رنګه ښه خاطره نه لري د ډاکټرانو سپین لباس په سور بدل شي دا به دکندز د ډاکټرانو دسرو وینو رنګ وي چې د اولس دخدمتګارو ډاکټرانو سپین لباس په خپلو وینو سور شو. انګریز چې په نړۍ کې باد شاهي کوله دپوځي لښکر لباس به يې دجګړې داصولو مطابق دځمکې دخاورې سره برابر ؤ ، خو دښاري پولیسو لباس به يې سور ؤ ، سره کالي اوسره خولۍ به يې چې پر سر وه دابه د انګریز ښاري پولیس و.

د افغانستان روغتیا وزارت به دامریکا داشغال ورسته که خدای کول د کندز دبې سرحده شهیدو شوو ډاکټرانو سپین لباس چې دوحشت او تروریزم بنسټګرې امریکا په سرو وینو رنګ کړل دراتلونکی لپاره به د ډاکټرانو کمیس هم سوروي اوکه ټول کمیس نه وي نو په سپین کمیس کې باید یوه سره پټه جوړه کړل شي ، تر څو افغان راتلونکی نسل ته د ۲۰۱۵ کال داکتوبر د ۳ مې تر څنګ د ډ اکټرانو په سپین کمیس کې سره پټۍ د وحشي وینو بهوونکی ناټو د هوایي بمبار دسرو وینو علامه دياد ګار په توګه ور وپیژندل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close