د گډ حکومت گډؤډ حالت / نعمان لطیف

نعمان لطیف

د حنیف اتمر تر استعفا وروسته یو شمېر خلک په دې تشویش کې اخته دي چې گواکې نظام به کمزوری شي، مخالفین به غښتلي شي او هره گړۍ به کوم ښار او کوم ولایت سقوط کوي. خو داسې نه ده؛ اتمر او غني مُهري دي او د واک ، ځواک اصل منابع غربي سفارتونه دي، په ځانگړې توگه د انگلیس او امریکا سفارتونه.

د اتمر استعفاء د ولس مشغول ساتلو یوه سیناریو ده، او په داسې حال کې نمایش ته وړاندې شوه چې کابل د امریکا په اشاره دمسکو له غونډې ځان وکېښ.

د افغانستان موجوده او نږدې راتلونکی حالت له ظروفو خورا ستونزمن ښکاري، چې عمده لامل یې دکابل ناکام مدیریت او بلواکه دیپلوماسي ده.

اتمر داسې مهال له دندې څنگ ته کیږي چې امریکایان نېغ په نېغه دطالبانو سره مذاکراتو ته زړه ښه کوي؛ تر دې وړاندې کابل په دې باور ؤ چې امریکایان به هیڅ وخت دطالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته چمتو نشي خو کله چې امریکایان له کبر او برمه لوېږي او دطالبانو سره مذاکراتو ته چمتو کیږي، دکابل دگډ حکومت مهم چارواکي عصبي توازن له لاسه ورکوي او نظام یې لا زیات گډ وډ کیږي.

یو شمېر گاؤنډیو هېوادونو د امریکا له دائمي حضور همدا اندېښنه درلودله چې امریکایان به سیمه کې دسازشونو پر مټ گاونډیو هېوادونو ته مشکلات ورجوړ کړي.

د امریکا سره تر امنیتي تړون وروسته سمدستي دداعشیانو ظهور، او دکابل د چارواکو گډې وډې څرگندونې د سیمې هېوادونو اندېښنې په حقیقت بدلې کړې.

ډاکټر صیب غني په یؤه وینا کې وویل: زه د ارگ شاته دداعشي وسله والو غږونه اورم، خو حنیف اتمر بیا افغان ولس ته ډاډ ورکړ چې داعش زموږ لپاره گواښ نه دی، داعش غواړي د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته ځان ورسوي.

کابل د امریکا په اشاره دداعش په څېر کرایه جنگیالي دطالبانو دپرځولو لپاره سیمه کې ځای پر ځای کړل؛ کابل ته ډاډ ورکؤل شوی ؤ چې داعش به له ننگرهاره د سپین غره په لمنه کې په همدې استقامت خوځښت کوي، وړاندې به ځي، له طالبانو به غرئېزې سیمې لاندې کوي او بیا به له همدې ځایه د امریکایانو په گټه دمرکزي اسیا هېوادونه گواښي اما هغسې ونشول او نتیجه کې دکابل نظام د لا زیاتو گډ ؤډیو ښکار شو.

افغانستان کې دداعش پلي کول، او ترې ملاتړ افغان حکومت ته ددیپلوماتیکې او سیاسي ماتې سبب شو او آن دنظام د چارواکو تر مابین یې سختې بې باورۍ وزېږولې.

برعکس طالبانو ته یې سیاسي نفوذ ورکړ او په افغان حکومت یې دگاؤنډیانو بې باوري زیاته کړه.

اوس چې دکابل واکمنانو په سیمه کې سیاسي نفوذ بایللی دی، او په ناکام مدیریت یې افغانان د بلاگانو خولې ته تړلي دي؛ هغه چارواکي چې دماضي له شرم وېره لري، یو ـ یو به دحنیف اتمر غوندې له خپلو دندو استعفاوې ورکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close