دیموکراسي وپیژنئ!

لیکوال : داکتر حنیف غزنوي

دیموکراسي یوناني کلمه ده، چې له دوو ټکو جوړه شوې ده.
ډیمو په یوناني ژبه کې خلکو ته ویل کیږی او کریس حکومت ته ویل کیږي، یعنې د خلکو جوړ شوی حکومت په خلکو باندې د خلکو لپاره، مطلب یې دا دی چې حکومت باید د خلکو وي، نه د الله ج؛ خو الله ج په قران کې وایي، چی (ان الحکم الا لله) یعنې د منلو وړ حکومت یوازې او یوازې د الله ج دی؛ خو دیموکراسي بیا عوام حاکم اعلی او مطلق بولي، چی په اسلام کی دغه تصور ښکاره کفر دی، ځکه چی حاکم اعلی یوازې او یوازې د الله ج مقدس ذات دی.
په دیموکراسي نظام کې د رایو په اکثریت واک ته رسیدلی شې.
خو الله ج وایي:
(وان تطع اکثر من فی الا ض یضلوک عن سبیل الله )
دیموکراسي په څلورو مواردو کې ازادي لري:
۱ـ د عقیدې ازادي
۲ـ د بیان ازادي
۳ـ د شخص ازادي
۴ـ او د ملکیت ازادي
چې دا ټول له اسلام تضاد لري.
که څوک د اسلام دین په غور او دقت مطالعه کړي، نو دې نتیجې ته به ورسیږي، چې اسلام یو کامل دین دی، هیڅ کمی او بیشی پکی نشته، په هر وخت او هر ځای کی مفید دی او همیشه په نیکو او ښو اخلاقو امر کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close