د پکتیا والي دیني عالمانو ته ګواښ کړی

د پکتیا والي دیني عالمانو ته ګواښ کړی چې د  دولتي سرتېرو د جنازې د لمانځه د نه ادا کولو په صورت کې به له وظیفې لیرې او له ”قانوني چلند“ سره مخ شي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د پکتیا والي، شمیم خان کټوازي، په دې وروستیو کې دیني عالمانو ته ګواښ کړی چې د دولتي سرتېرو د جنازې ادا کولو لپاره یوازې لس ورځې مهلت لري، که یې د دولتي سرتېرو د جنازې لمونځ ادا نه کړ، له وظیفې به لیرې او قانوني چلند به ورسره وشي.

شمیم کټوازي ویلي، ”ټولو امامانو ته، معاش اخلي او که نه، لس ورځې وخت ورکوم چې د اردو، ملي امنیت او پولیسو د عسکرو د جنازې لمونځونه ادا کړي. که داسې ونکړي، له وظیفې به لیرې شي او له قانوني چلند سره به مخ شي.“

د پکتیا والي ديني عالمانو ته دا ګواښ د سیمه ییزو دولتي سرتېرو تر شکایتونو وروسته کړی دی.

د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر دولتي عسکرو طلوع نیوز ته ویلي چې د دې ولسوالۍ د زیاترو جوماتونو ملا امامان د وژل شویو عسکرو د جنازې لمونځ نه کوي.

سیمه ییز سرتېري وايي د جوماتونو د امامانو د انکار له امله دوی مجبور دي چې د خپلو وژل شویو ملګرو د جنازې لمونځونه پر دولتي امامانو ادا کړي.

د څمکنیو ولسوالۍ یوه پولیس، دوستم محمد، طلوع نیوز ته ویلي، ”په تېرو ۱۴ کلونو کې، زما د تره څلور زامن شهیدان شول، خو د جوماتونو امامان یې د جنازې د لمانځه ادا کولو ته وړاندې نه شول. موږ ترې ناهیلي شوو او له حکومتي امامانو مو وغوښتل چې د جنازې لمونځ یې ادا کړي.“

د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د جوماتونو ملا امامان له طالبانو سره په جګړه کې د وژل شویو دولتي عسکرو د جنازې لمونځونه نه ادا کوي، ځکه د دوی په خبره، د جنازې لمونځ ادا کول یې ناروا دي.

حکومت دیني عالمانو ته تر دې وړاندې هم ګواښونه کړي چې باید د وژل شویو عسکرو د جنازې لمونځ ادا کړي.

د تېر ۲۰۱۷ز کال په اکتوبر میاشت کې، د مشرانو جرګې لومړي مرستیال، محمد علم ایزدیار، وویل چې دولت باید د وژل شویو عسکرو د جنازې لمونځ ته د ملا امامانو د نه وړاندې کېدو ستونزه جدي ونیسي، او له هغو امامانو سره جدي چلند وکړي چې د سرتېرو جنازې ته نه مخکې کېږي.

د کارپوهانو او پوځي چارواکو په باور، د وژل شویو دولتي سرتېرو له جنازو سره د ملا امامانو دا چلند په جګړه کې د سرتېرو پر روحیه بد اغېز کوي او په دې سره عسکر د طالبانو پر وړاندې خپله انګېزه له لاسه ورکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close