’دې هوټل ته دې افغانان، ایرانیان او د سوریې وګړي نه ننوځي‘

د ترکیې په لوېدیځ دنیزلي ښار کې، د یوه ریسټورانټ خاوند د خپل دوکان پر کړکۍ لیکلي چې افغانان، ایرانیان او د سوریې وګړي دې هوټل ته د ننوتلو اجازه نه لري، او د ننوتلو په صورت کې به ووهل شي.

د ترکۍ Diken ورځپاڼې د خبر له مخې، د هوټل خاوند لیکلي: ”سوریایان، ایرانیان او افغانان دې هوټل ته د ننوتلو او سودا کولو اجازه نه لري. که هوټل ته راننوځي، وبه وهل شي، موږ به یې مسؤل نه یو.“

په ترکیه کې نږدې ۳،۵ میلیونه سوریايي کډوال اوسي. همداراز، د زرګونو افغانانو په ګډون ایراني وګړي هم د کډوالۍ شپې پکې تېروي.

سرچینه
Diken

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close