دې هيل نشريه: امريکا له طالبانو سره جوړجاړی او له افغانستانه وتل غواړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۴)

له امريکا څخه خپرېدونکې “دې هيل نشريه” په يوه مطلب کې ليکي چې داسې ښکاري امريکا غواړي طالبانو سره يوه جوړجاړي ته ورسېږي او له افغانستانه ووځي.

د خپرونې په باور، ښايي له طالبانو سره په سياسي خبرو کې د هغوی ډيرې غوښتنې ومنل شي، د نفوذ لرلو مسله يې حل او د هغوی زندانيان خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له شاوخوا دوه مياشتو راهيسې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سولې استازي زلمي خليلزاد هلې ځلې پيل کړي څو داسې يوه حل لاره راوباسي څو امريکايي ځواکونه په خوندي ډول له افغانستانه وويستل شي.

خليلزاد او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې جګپوړې چارواکې ايلزويلز تر دې مخکې هم له طالبانو سره د افغانستان د سولې اړوند خبرې کړي چې د طالبانو له خوا ورنه په تکرار غوښتنه شوې چې لومړی دې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او وروسته به د سولې اړوند خبرې پيل کېږي.

د مسکو له ناستې وروسته خليلزاد يوځل بيا د افغان سولې په تړاو خبرو لپاره افغانستان ته راغلی او د راپورونو له مخې روانه اوونۍ يې په متحده عربي اماراتو کې د (افغانستان، سعودي، امريکا او متحده اماراتو) له چارواکو سره غونډه کړې چې په دغه څلور اړخيزه ناسته کې هوکړه شوې څو په افغانستان کې د يوه پراخ بنسټه جوړجاړي لپاره لار هواره شي.

ټاکل شوې، چې زلمی خليلزاد به په نږدې وخت کې د افغان سولې په تړاو مسکو او پاکستان ته هم سفرونه وکړي.

طالبانو د مسکو په ناسته کې په بار بار ټنګار وکړ چې پر افغانستان دې د بهرنيو ځواکونو اشغال پای ته ورسول شي، تور ليست دې ختم او زندانيان دې خوشې شي څو د سولې خبرو ته لاره هواره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close