دې هيل نشريه: امریکا دې له سياسي لارو د افغانستان جګړه ختمه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۵)

له امريکا څخه خپريدونکې دي هيل نشريه ليکي، امریکا په تيرو اوولس کلونو کې په افغانستان کې تکراري او ناکامې تجربې مخته وړي چې دا يو ليونتوب دی او بايد امريکا په افغانستان کې خپل ليونتوب پای ته ورسوي.

دغې نشريې ته امريکايي ليکوال چارلز وو په يوه مقاله کې ليکي، چې امريکا دې د افغانستان جګړه د سياسي لارو او خبرو پر مټ ختمه کړي.

لیکوال زياتوي، که امریکا غواړي په افغانستان کې دايمي حضور ولري نو دغه چاره يواځې د خبرو له لاره هوارېدای شي خو د جګړې لاره به يې خپل دغه هدف ته ونه رسوي.

د ليکوال په خبره، په افغانستان کې بې ګټې او تکراري تجربې امریکا له ناکامۍ سره مخ کولی او په سيمه کې د لا ډير کشمکش زیاتیدا امکان شته زياتوي چې د امريکایانو ماليات په دغه هېواد کې په بې پايلې او بې ګټې جګړې مصرف کېږي.

د لیکوال په وينا، امريکا دې په افغانستان کې پر خپلو تګلارو بيا کتنه وکړي او په دغه هېواد کې روانې لانجې دې له سيمه ييزو هېوادونو سره په همکارۍ له منځه یوسي.

تر دې مخکې د امریکا نورو مشهورو ورځپاڼو هم ورته ډول ليکنې خپرې کړي چې د ځايي سياستوالو او لیکوالو په وينا امریکا په افغانستان کې ماته شوې او بايد نور له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ايستلو لپاره سالمې لارې ولټوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close