دې هېل نشريه: ټرمپ په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شتون په اړه اندېښمن دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۸)

دې هېل نشريه په خپل يوه تازه مطلب کې ليکي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شتون په اړه اندېښمن دی او غواړي چې ژر دغه هېواد پريږدي.

د سرچينې په وينا، په همدې تړاو د زلمي خليلزاد په مشرۍ دوه تنو امريکايي ديپلوماتانو په قطر کې له طالبانو سره کتلي څو ژر د افغان سولې پايلې ته ورسېږي او له دغه هېواده امريکايي عسکر پرته له کومې موافقې راوايستل شي.

مطلب زياتوي، ټرمپ په دې هڅه کې دی څو له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر احتمالي وتلو مخکې د افغان سولې خبرې نتيجه ورکړي او د دغه جګړې د ختمولو حل لاره پيدا شي.

په مطلب کې راغلي، ټرمپ ته نږدې کسانو هغه ته سلا مشورې ورکړي څو په افغانستان کې خپل حضور کم او روانې جګړې ته د حل لاره پيدا کړي زياتوي چې ډونالډ ټرمپ هم د سولې هڅې ګړندې کړي او غواړي چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه وباسي.

دا مهال د افغانستان په جګړه کې شاوخوا څوارلس زره امريکايي عسکر ميشت دي چې وخت ناوخت د طالبانو سره په مخامخ جګړو او هوايی بريدونو کې برخه اخلي.

وړمه ورځ په غزني کې د امريکايي عسکرو پر يوه ټانګ چاودنه وشوه چې درې تنه امريکايي عسکر پکې ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.

په روان کال کې په چاودنو او مخامخ بريدونو کې د امریکايي عسکرو تلفات زيات شوي چې د شنونکو په باور ښايي دغه زياتېدونکي تلفات په متحده ايالاتو کې له افغانستانه د عسکرو د وتلو تله درنده کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close