د “إِن شَاءَ اللَّهُ” او “بِإِذْنِ اللَّهِ” کلیمو ترمنځ توپیر په قرآن کې!

‎ ‏
لیکنه: فرمان الله نجرابوال

مونږ ډېر ځلې ځينې کلمات وایو خو د ویلو ځای او وخت په پام کې نه ساتو، پر همدې اساس بايد د دې دوه کلمو تر مینځ توپیر باندې ځان خبر او بیا یې عملي كړو.

څه مهال باید د “إِن شَاءَ اللَّهُ” کلمه وویل شي ، اوڅه مهال د “بِإِذْنِ اللَّهِ” کلمه وويل شي؟
“إِن شَاءَ اللَّهُ” بايد هغه مهال وویل شي چې، مونږ یو کار ترسره کوو چې هغه ته زمونږ اړتیا وي.

د بيلګې په ډول په قرآن شریف کې راغلي:
﴿ إِنَّ الْبَقَرَ تَشَابَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّا إِن شَاءَ اللَّهُ لَمُهْتَدُونَ ﴾ ]البقرة: ۷۰[.

ژباړه :بې شکه غوا شبه اچولې پرمونږ او بې شکه که الله ﷻ اراده او خوښه وي هرومرو مونږ لار موندونکي يو.
دلته هغه د قاتل وارثانو په خپله د غوا د حلالولو چارې د اړتیا له مخې ترسره کوي.

‏- دغه راز د قرآن په بل ځای کې راځي:
﴿ وَقَالَ ادْخُلُوا مِصْرَ إِن شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ ﴾ ]يوسف: ۹۹[.
يعنې )ورته يې( وويلې چې د مصر ښار ته که د الله ﷻ رضا وي په داسې حال کې ورننوځئ چې تاسو )د احتمالي خطراتو څخه( په امن کې ياست.

همداراز بل ځاې کې راغلې-:

﴿ سَتَجِدُنِي إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ ﴾ ]الصافات: ۱۰۲[.

زباړه: ژر دې چې وبه مومې ما د صبر کوونکو له جملې.
په پورتنې ایت کې هم صبر کول د یو شخص خپل کار دی.

د پورته ایاتونو په څېر ګن شمیر نور ایاتونه شته چې د “إن شاءالله ” کلمی استعمال په هغو کارونو کې شوی چې د یو شخص پكې واک ولري او پخپله یې ترسره کوي.

او د”بِإِذْنِ اللَّهِ” ويل هغه مهال كیږې چې مونږ د یو کار په ترسره کولو کې واک ونه لرو، بلکې د هغه واک او اختیار د الله ﷻ واک دی.

‏- د بیلګې په ډول دا قول د الله سبحانه وتعالی:

﴿ قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ ﴾ ]البقرة: ۹۷[.

يعنې دا را نازلېدل دقرآن پر رسول الله ﷺ باندې د هېچا په واک کې نه شته پرته له الله ﷻ څخه.

‏- همداراز د قرآن شریف په بل ځای کې راغلی :

﴿ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ ﴾ ]البقرة: ۲۴۹[.

يعنې د الله ﷻ مرسته د کوچنې ډلې سره دا یواځې دده په واک کې دي، ولي که داسې نه وای باید دا وړې ډلې ماتې خوړلې وای .

‏- همداشان بل ځاې کې راځې:

﴿ وَمَا هُم بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ﴾ ]البقرة: ۱۰۲[
.
يعنې دسحر ،جادو چاته زیان نه شي رسولی مګر د الله ﷻ په فیصلې او بس …

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close