د ابن لادن مور د خپل زوی په اړه څه وایي؟

د برتانیه مشهورې ورځپاڼې خبریال د سعودي عربستان جده ښار کې د القاعدة نړیوال جهادي ګوند پخواني مشر اسامة بن لادن له مور سره لیدلي او د هغې د زوی په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

د اسامة بن لادن مور “علياء غانم” د ګارډين ورځپاڼې خبريال ته وویل: زما زوی ډېر دینداری او ښه انسان و، هغه زما سره زیاته مینه لرله، هغه مې د وروستي ځل لپاره په کال: 1999م کې په افغانستان کې ولید. دا خبرې هغې د ګارډين له خبریال سره د سعودي جده ښار کې د هغې کور کې کړې دي، چې احمد بن لادن نومي زوی یې هم ورسره و.

د ګارډين خبریال وایي: د القاعدة تنظیم د پخواني مشر اسامة بن لادن مور چې اویا کلنۍ ته رسیږي خپل کور کې یې هر ځای د خپل زوی ابن لادن عکسونه راځړولي وو، هغې وویل: زوی مې چې هر څه وکړل خو بیا هم هغه زما په زړه کې ستر مقام لري، زما ژوند ډېر سخت و، ځکه هغه ډېره موده زما نه ډېر لیري اوسیدی.

د ابن لادن مور علیاء وایي: هغه مې د وروستي ځل لپاره په کال: 1999م کې په افغانستان کې ولید. د هوايي میدان خواته هغه اوسیدی، هغه زما په ورتګ زیات خوشاله شو ، زه به یې هره ورځ هلته شاخوا سیمو کې له ځانه سره ګرځولم، زه چې ورغلم، پسونه یې حلال کړل، او ډېر خلک یې مېلمستيا ته راوبلل.

د آینه بن لادن ورور احمد خبریال ته وویل: د 11 سپټمبر له پېښو راوروسته دا 17 کاله کیږي چې مور مو د ابن لادن په اړه دا خبره نه مني چې هغه دې کوم غلط کار کړی وي، ځکه دې له اسامه سره خورا زیاته مینه لرله. تر دې چې دا اوس هم د ابن لادن هیڅ ملامتي نه مني.

د ابن لادن ورور خبریال ته وویل: لومړیو وختونو کې موږ له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان وو، آن د سعودي داخل کې مو هم چرته سفر نه شوی کولی، او موږ د حکومت په کنترول کې وو، مختلفې پوښتنې او ګرویږنې وې، خو الحمد لله اوس دا څه موده حالات عادي شوي دي، د سعودي داخل او بهر ته سفرونه کولی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close