د احدي جبهه د څه شي په لټه کې ده؟

  ليکنه : قدرت الله جمال

په وروستیو ورځو کې کله چې واک نيم د عبدالله شو او نيم د اشرف غني يوازې څو محدودې کړۍ پکې مخکې ولاړې خو ځينې پکې د باندې هم پاتې شوې او په واک کې يي ونډه او ځای جوت نشو دوی ايتلافونه جوړ کړل، لومړنی پيل يي د شمال ټلوالې پخوانيو قومندانانو او جهادي څيرو وکړ وروسته نو لويديځ تکنوکراتان هم په يوه ټولګي کې سره را ټول شول او د افغانستان نوې جبهه يي جوړه کړه، ددې جبهېې مشري د ماليي پخوانی وزیر او د افغان ملت د ويشل شوي ګوند د بیلې شوې برخې افتخاري مشر انورالحق احدي کوي،دې سړي وروسته تر هغه تندې خبرې شروع کړې چې د بهرنیو چارو وزارت د واک په پچه کې د عبدالله ورسيد او ده ته بديل پاتې نشو.

احدي په خپله له سياسي ژونده بیا تر شخصي ژوند پورې په ټولو برخو کې ستونزې لري، ځکه په تیر کې چې کله دوی په امريکې کې وو له هغه ځايه به يي مرکې کولې، شننې او نظريات به يي ورکول د خلکو هيلې ورته ډيرې وې د دوی د امريکايي شننو پړی هغه وخت وشلید چې د دوی يو بل ملګری علي احمد جلالي د کورنیو چارو وزیر شو، احدي پکې د ماليي وزیر، له هم هغې اولې ورځې دوی پيل ډير کمزوری وکړ، په لومړي وار علی احمد جلالي له دې سره سره چې ويل کيږي ځينې کارونه يي هم کړي دي ولې کله چې له مافیا او جنګ سالارانو سره مخ شو د حقيقت تر ویلو يي دا ښه وبلله چې استعفا ورکړي او چيرې کرار په کور کې کينې، دې سړي ويل چې مهم رازونه ورسره دي او دی نور دنده نه کوي خو تر ننه يي د راز خبره چا له خولې وانه وریده.

احدي چې د ماليي وزیر شو حزبي ميلان يي ډير وو څو تنه يي هرځای مقرر کړل خو کاري لاسته راوړنه يي هيڅ نلرله او تر نن پورې هم په ماليي وزارت کې ډيری کارونه له پيله تر اوسه نيمګړي روان دي، نه عوايد مرکزي شول او نه هم په وزارت کې چې د افغانستان د مالي برخې برخليک ټاکونکی وزارت دی دپام وړ مسلکي بدلونونه ولیدل شول، بیا نو د سوداګرۍ وزیر شو له دې سره سره چې ټول دلته شته تکنوکراتان له فکري پلوه له شمال ټلوالې سره پر خلاف وو او ان د دوی پر ضد يي جبهه نيولې وه ولې لومړی وار احدي همدې جبهې ته تسلیم شو او دوی مصنوعي او د واک په خاطر منډې ترړې او تباهۍ يي د دوی مشروع حق وباله او يو ده ته نيږدې کس خو راته ويل چې دې سړي د خپل دفتر پر سر هم لس کاله د مسعود انځور لګولی وو يو ملګري يي راته ويل:« يوه ورځ احدي ته ورغلم، مجلس ډير زيات دوستانه وو په ټوکه کې مې ورته وويل چې وه احدي صیب دا خو د سوداګرۍ وزارت دی د مسعود خو نه دی نه تاته شمال ټلوالې درکړی دی دا انځور خو له دې ځايه لرې کړه ځکه دا سړی په خلکو ښه نه لګيږي. وايي احدي په ډيره عاجزي راته وويل: زما هم ترې کرکه کيږي خو څه وکړم يو ګارد يا ساتونکی مې دی هغه لګولی دی نو زه وايم ورک يي کړه له خبرو خبرې جوړې نه شي وي دي.» نو اوس تاسو فکر وکړی کله چې يو کس د خپل ساتونکي په مقابل کې دومره کمزوری وي او ان خپله میرمن يي چې د سرې مياشتې رئيسه ده په تیرو لسو کلونو کې يو ټکی پښتو نه وي ويلي، يو اعلان يي په پښتو نه وي جوړ کړی نو د نورو خلکو زړونه به څنګه يو کړي.

احدي درې عمده ستونزې لري:

الف: نور قومونه پرې د افغان ملت په نوم هيڅ باور نه کوي ځکه له ډيرو کمو پښتنو پرته نور ټول يي متعصب، پښتون پالی، او ژبپالی بولي خو کاش داسې وی لږ تر لږه خو به يو قومي مشر وی خو احدي دومره ملي سړی دی چې ان خپله هم سم، سوچه او صاف نه شي غږيدای،خو د وزارت مينې دې ځای ته را رسولی دی څو يو سلاطه اي جوړښت رامنځ ته کړي او بخت وازمويی که هيڅ نه وي يو کس خو ورسره د يو وزارت معامله وکړي.

ب: احدي چې له ځان سره څومره خلک را ټول کړي دي نو هر سړی خپلې خپلې موخې لري نن يي له ده سره له يو غاره سر ويستلی دی خو زه چې اوس لا ورته ګورم نو د ده سر له دې غاره بیرته وتونکی دی او شونې ده دا ټلواله هم لکه شړيدلی او افسانوي افغان ملت ګوند وشړيږي.

ج: احدي افغانستان ته د امريکې، اروپا او يا خپل فکر له هېندارې ګوري او همدا کار کټ مټ تر ده مخکې اشرف غني او تر هغه مخکې علي احمد جلالي او د ده په څیر څو نورو د امريکې ګرين کارت لرونکو هم کړی دی، دوی په خبرو افغانستان جوړوي، دوی په افغانستان کې يوازې لفظي ناورین نه غواړي خو پوی نه دي چې د دوی له هر پلوه پردي افکار دا هیواد د تباهۍ کندې ته ور ټيل وهي.

اوس نو دوی ته بله چاره نشته په ښار کې يي په څو ځايونو کې ستر ستر بنرونه چاپ کړي دي او کوښښ کوي له دې لارې د خلکو زړونه خپل کړي، ځکه په نوره دنيا کې سیاستوال ملت د ژوند تر پایه له ځان سره ساتي خو په افغانستان کې يي سياستوال تر هغه ساتي چې دوی ته رايه ورکړي، لاريونونه پرې وکړي، نارې سورې او ګډ وډۍ پرې جوړې کړي خو کله چې هر يو لکه غنی واک ته ورسيږي په ارګ کې به ناست وي، والیانو او ژورناليستانو ته به لکه د پوهنتون محصلينو ته لکچرې ورکوي او په عمل کې به هرڅه ترې شړيدلي وي.

په لويديځ کې را لوی شوي يا سپين ږیري شوي سیاستوال ډير ښه نظریات لري خو يوازې د نظر تر حد پورې، ځکه کله چې د دوی په تیرو ۱۴ کلونو کې کړنو، شعارونو، تیرو ارمانونو او يا د اوياوومې لسيزې د بي بي سي، امریکا غږ او نورو راډيوګانو مرکې واورې نو فکر به کوي چې يا خو راغلي احدي، اشرف غنی او جلالي کاپي خلک دي يا دا چې هغه بيخي دا نه دي او نور خلک به وو، ځکه دوی پوهه لري، په نړۍ والو پوهنتونو کې يي تدريس کړی دی هر يوه درې، څلور او پنځه ماسټرۍ او دوکتوراوې کړي دي خو د دوی دوکتوراوې په اروپا، امريکا او پر مختللو هیوادونو کې ښې دي دلته هغه کس بريالی دی چې د افغاني کلتور، عقيدې او بارونو دوکتورا يا ليسانس سند ورسره وي ځکه د دوی په څير ډير شونې ده په دې وطن کې په خبل رنګ کې کوټ شي خو ددوی کوټ کيدل موږ ته هم لوی درد راپه برخه کولای شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close