د احمدشاه مسعود تلین ؛ چارواکو او سیاسي مشرانو پر سولییز تفاهم ټینګار وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۸)

نن د لویې جرګې په خیمه کـې د شمال ټلوالې د پخواني مشر احمدشا مسعود تلین ولمانځل شو، چې په کې پخوانی ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله، محقق، استاد سیاف او ځینې نورو چارواکو ګډون کړی و.
غونډې ته د تمې خلاف ولسمشر غني، جنرال دوستم، عطانور،اسماعیل خان او حکمتیار نه و، ور ورغلي.

غونډه داسې مهال تر سره شوه چې په همهاله توګه په ټول کابل ښار کې د مسعود د پلویانو له خوانظامي مانورونه هم روان وو.
غونډې ته د حراست او ثبات شورا مشر استاد سیاف وویل، د ریښتونې سولې لپاره یې بې دریغه هڅې پیل کړې خو چې حکومت او نړیوال ورڅخه ملاتړ وکړي، بیا به مخالفینو ته هم بهانه نه وي ور پاتې، “له مخالفینو هم غواړو چې د دې ډلې خبرې رد نه کړي او د “نر“ په شان خبرو ته کیني.“

نوموړی دغه راز وویل؛ په بانکونو کې سودي معاملي په شدت روانې دي په داسې حال کې چې خدای ج وایې چې دا د الله ج او رسول ص سره جګړه ده، دغه راز فحشا او منکرات هم اوج ته رسیدلي.

نوموړي په انتخاباتو هم ټینګار وکړ او ترڅنګ یې وویل هغه خلک چې له بهر څخه مداخله کوي، او زمونږ هیواد خرابوي، دا ملت به یوه ورځ له دوی څخه انتقام اخلي.‏
سیاف له کوم تشخیص پرته وویل

“ مزدورانو ته وایم د بهرنیانو د ګټو لپاره مه جنګیږئ ، اوس خو تاسي په کور دننه کاروي، که هغوی راغلل، تاسي به د خوګانو د رمي ساتونکي هم نه کړي، نو ارام په کور کښینئ.“

د اجرایه ریاست مرستیال محمد محقق هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دیموکراسي باید پر خلکو په زور تحمیل نه شي،د طالبانو سره سولې ته اولویت ورکړل شي، که غیرت لرو باید د هر بهرني پر ضد جهاد پیل کړو او کنه باید ریښتونې سوله خو ومنو
نوموړي په کنایي توګه د اشرف غني ویناوو ته هم اشاره وکړه

“ ځینو ویل چې که هرڅومره د وطن حالات خراب شي فکر مې داسې برابر وي؛ چې اوبه له اوبو نه ښوریږي؛ طالبان وایي، موږ د دین لپاره جنګیږو، او پر دین ځان قربانوو، موږ ورته وایو راځئ ایسکریم وخورو آیا دا هم د یوه دردمن مشر خبرې دي او آیا سالم فکر یې مني؟ “

په ورته وخت کې ډاکټر عبدالله له روان امنیتي وضعیت نه هم سر وټکاوو او د خبرو په منځ کې یې د کورنیو چارو او دفاع پر وزیرانو ژغ وکړ چې باید خپلې دندې ته ژر ولاړ شي ځکه همدا اوس د هیواد په دریو سیمو کې سخته جګړه روانه ده.
نوموړي هم په سوله ټینګار وکړ او د مسالمت آمیزه جوړجاړي غوښتنه یې وکړه.

خو د حزب اسلامي نه د جلا شوې ډلې مشر عبدالهادي ارغندیوال بیا ټینګار وکړ چې هرڅه د ملت د قربانیو په نتیجه کې لاسته راتلی شي، هغه وویل

چې نه ځمکه نه هوا په خپل اختیار کې ولرو، په هغه ځمکه به څه ډول کرونده وکړو. راځئ سره یو ځای شو، خپله ځمکه لاسته راوړو.‏
“لومړی باید ځمکه او فضاء خپله او بیا د کروندې او کښت اړوند فکر وکړو، راځئ له ټولو پخوانیو تربګنیو او خصومتونو تیر، او ازادي خپله کړو.‏“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close